د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په ۱۳۹۲ل. / ۲۰۱۳م. کال تاسیس سو. نوموړی پوهنځی ۱۱ استادان لري، چي ۴ ئې ماسټران او ۵ د هندوستان، ترکيې او متحده ایالاتو په مختلفو پوهنتونونو کي د ماسټري په زده کړو بوخت دي. په پوهنځي کي اوس ۴۶۰ محصلان زده کړي کوي او له تاسیس څخه تر اوسه پوري نوموړي پوهنځي ۱۸۳ فارغ محصلان ټولني ته وړاندي کړي دي.

لېرلید:

د دیني او ملي ارزښتونو سره سم د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی خپل راتلونکی داسي ټاکي، چي بې له تبعیضه به په سیمه ایزه او نړۍواله کچه یو د باور وړ پوهنځی و اوسي او په علمي، حقوقي، عدلي، قضايي، ډیپلوماتیکي برخو کي غښتلي کادرونه هیواد، سیمي او نړۍ ته په اړونده برخو کي د چوپړ په موخه روزي.

رسالت:

۱ – محصلانو ته د اسلام د حقوقي نظام او د نورو حقوقي نظامونو او وضعي قوانینو ور پېژندل؛

۲ – محصلانو ته په حقوقي، عدلي، قضايي، اداري او ډیپلوماتیکي برخو کي د ننني عصر او ټکنالوژيکي زده کړیزو نورمونو سره سم تدریس کول؛

۳ – محصلانو ته د پوهنتون دننه او دباندي د عملي کار زمینه برابرول او په دې اړه د پوهنتون دننه او دباندي د اړوندو اورګانونو سره توامیتونه منځته راوړل؛

۴ – محصلان په هیوادني، ملي او د عدم تبعیض په روحیې روزل؛

۵ – په پوهنتون کي د خپل وس سره سم د نورو پوهنځیو د حقوقي مضامینو په تدریس کي فعاله ونډه اخیستل او دباندي د اړوندو اورګانونو سره د مشاورې موقف درلودل.

څانګي:

د قضاء او څارنوالي

د ادارې او ډیپلوماسۍ