پيژندنه:
کمپيوټر ساينس پوهنځی د (۲۰۱۴م)کال د جون په مياشت کي، چي د (۱۳۹۳ل) کال د سرطان د مياشتي سره سمون خوري تاسيس سوه. او موخه ئي د سيمي او هيواد په کچه په لاندي برخو لکه:
- Databases & Information Systems
- Software Engineering
- Networking
کي د کمپيوټر د علم ماهران روزل دي . دا مهال کمپيوټر ساينس پوهنځی په يوه عمومي څانګه کي محصلين روزي او په راتلونکي وختونو کي به د پورته دريو ذکر سويو برخو په اساس د دريو څانګو څخه تشکيل سي، چي په دغه اړوندو څانګو کي به د ليسانس تر کچي پوري فارغين ورکوي . دغه علمي مرکز ۸ تنه فعاله او برحاله استادان لري ، چي له دې جملې څخه ئې ۴ تنه ماسټران او پاتي ۴ تنه دا مهال په اروپائي او آسيائي هيوادونو په مختلفو پوهنتونونو کي د ماسټري په زده کړو بوخت دي.د پــوهـنځی د تـاسـيـس څــخـه تــر اوســه پـــوري ۴ ټــولــګـي لــري ، چي شاوخوا (۴۰۰) تنه (۱۴ ښځينه، ۳۸۶ نارينه) محصلين په کښي زده کړه کوي ، اوس د لنډ مهال له پاره د کمپيوټر ساينس پوهنځی د خپل ځانګړي تعمير د نه درلودلو له امله د کندهار پوهنتون د معلوماتي تکنالوژي په مرکز ITCQ کي ځاي لري .پوهنځی د ټولو دولتي ، شخصي او صنعتي سکتورونو د اړتياوو په نظر کي نيولو سره يو څلور کلن نصاب لري ، چي د لوړو زده کړو د وزارت له خوا تصويب سوی دئ.د پوهنځی تدريسي مواد لکه تدريسي کتابونه، لکچرونه، ازمويني او کورني دندي د نورو نړيوالو پرمختلو پوهنتونو د نصابونو څخه په ګټه اخستلو سره تقريبا ۹۵٪ په انګليسي ژبه باندي ترتيب سويدي.
ليرليد:
دهيواد د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي په برخه کي د يو مخکښ په توګه د پرمختللو زده کړو او څيړنو له پاره د زمينې برابرول او د مسلکي کادرونو روزل.
رسالت:
په اړونده برخه کي سالمه روزنه، ابتکار او ځاني پرمختګ ته ښه وده ورکول ، د سيمه ئېزو او نړيوالو علمي موسساتو په مرسته د تحقيقاتو له پاره لاره هوارول، د ټولني د ښه والي له پاره د اغېزمنو خدمتونو وړاندي کول.
اهداف:
- د ظرفيتونو د لوړولو پروګرامونه
- د لسانس په سطحه د ملي او نړيواله معيار د لوړيدو په منظور د معاصرو او معياري پروګرامونو او موادو چمتو کول
- زيربنائې فعاليتونو ته وده ورکول