د لوړو زده کړو د ستراتيژيک پلان سره سم د لوړو زده کړو وزارت او کندهار پوهنتون په خپلو پر له پسې او نه ستړي کيدونکو هلو ځلو په لړ کي د ځوانانو و رسمي زده کړو ته د لاس رسي او اصلاح په لاره کي ئې کوي په پايله کي يوه بله ډيره  مهمه علمي رشته ( د عامه ادارې او پاليسی پوهنځی ) په کال ۱۳۹۲ / 2013 کي پرانيستله. د ياد ولو وړ ده ، چي د کريکولم جوړولو، تدريسی موادو برابرولو او استادانو د ظرفيتونو په لوړولو کي د GIZ  مؤسيسې په تيرو( ۳ )کلنو کي پوهنځی سره د قدر وړ او نه هيريدونکي مرستي کړي دي.

لیرلید:

د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي فارغان به د عامه او انکشافي مديريت او عامه پاليسيو په طرحه کولو کي د هيواد په کچه نوموتي اشخاص و اوسي.

رسالت:

د معياري تحصيلي نصاب په درلودلو د عصري تکنالوژۍ په کارولو او څېړنو په کولو سره محصلان په نړيوال معيار برابر روزي او هم د محصلانو په وسيله ټولني ته د مسؤليت او وطن دوستۍ احساس ورکوي.

اساسی ارزښتونه:

  1. شفافيت ، مسئوليت او حساب ورکوني ته وده ورکو.
  2. د رښتينوالي، انصاف او مساوات ترويجول .
  3. متقابل احترام پياوړی کول .
  4. د افکارو څرګندوني ته وده ورکول.
  5. د عامه ادارې او پاليسي د پوهنځی د لا غني کولو په منظور د کورنيو او باندنيو بنسټونو سره ښې اړيکي ساتل .
  6. په تصاميمو کي د کارکوونکو فعاله ونډه اخيستل او تشويقول .
  7. د پوهنځي ستراتيژيک پلان په جدي ډول تعقيبول .
  8. د عامه ادارې او پاليسي پوهنځی اصول او قوانين مراعتول .
  9. د لوړو زده کړو وزارت او کندهارپوهنتون و ټولو قوانينو ته درناوی کول .

موخی:

  • ټولني ته د ښې رهبري او مديرت په برخه کي په کار پوه او وړ کادرونه وړاندي کول.
  • د ټولني د ستونزو د حل په موخه علمي څيړني تر سره کول.
  • حکومت ته د ښه حکومتوالي په برخه کي  سالمي مشورې ورکول.