تاريخچه:

دژبو او ادبياتو پوهنځى چي دکندهارپوهنتون په جنوبي برخه کي موقعیت لري دافغانستان دلوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي په(١٣٩٣ل.)کال تأسيس سويده. دا پوهنځی په یوه نوي درې پوړیزه  ودانۍ کي جوړه سوي ده چي تر ۸ زیات تدریسي خوني لري. نوموړي یو لوي تدریسي هال لري چي په یوه وخت کي تر سلو زیات محصلین په کښي زده کړه کولای سي. همدا پوهنځي دکنفرانس، ریسورس، دکیفیت دتضمین او دڅېړنو خوني هم لري. داپوهنځی په اداري لحاظ یو رئیس، درئیس مرستیال، تدریسي مدیر، اجرائیه مدیر او دوه خدماتي کار کوونکي لري. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د نورو پوهنځیو په ډول دکندهار پوهنتون په ټولو کمېټوکي غړیتوب لرئ دبېلګي په ډول درهبري، علمي،کیفیت دتضمین، څېړنو، نشراتو، دنصاب او دچاپیریال ساتني په کمېټو کي غړیتوب لرئ. یادي پوهنځي دلمړي ځل لپاره دوې څانگي پرانستلې چي یوه ئي دپښتو ژبي او ادبياتو څانگه او بله ئي دانگرېزي ژبي او ادبياتو څانگه ده؛ چي دپښتو څانګه ۶ استادان لري او ددوي له جملې څخه ۲تنه دننه په هیواد کي دماسټرۍ پروګرامونه پرمخ بیايي او بله دانګلیسي څانګه چي ۴تنه استادان لري یو له هغهو څخه هم دننه په هیواد کي په ماسټرۍ لګیا دئ. په ستراتیژیکي ډول، یاده پوهنځي پلان لري چي په راتلونکي کي نه یوازي دملي ژبو او ادبیاتو څانګي جوړي کړي بلکي دبین المللي ژبو او ادبیاتو څانګي هم پرانیزي.په اکاډیمیک ډول دپوهنځي ټول استادان هڅه کوي چي خپل دماسټري پروګرامونه حتی ددوکتورا تر کچي پوري دننه په هیواد یا دباندي بشپړ کړي. دژبو او ادبیاتو پوهنځي دڅلور کالو په موده کي (اته سمسټرونو) دلوړو زده کړو دوزارت دکريډيټ سیسټم پراساس د لیسانس په کچه فارغین ورکوي.

لېرلید:​

دژبو او ادبیاتو پوهنځی به د افغانستان، سیمي او نړۍ په بېلا بېلو ژبو او ادبیاتو کي دتحقیق، تخلیق او ژباړي په برخه کي یو نوموتی پوهنځی وي.

رسالت:​

دنړۍ په بېلا بېلو ژبو کي له ملي او نړۍ والو معیارونو سره سم د ژبپوهو کادرونو، څېړونکو، ادیبانو او ادبپوهانو د روزني زمنیه برابرول، څو د هیواد او بشري ټولني نه ستړي کېدونکي چوپړ ته ژمن وي.

اهداف:

  • په ملي، سیمه ایزو او نړۍ والو ژبو کي د ژبنیو څېړنکو او پنځوونکو لیکوالانو روزنه.
  • په بېلا بېلو ژبو کي د هیواد، سیمي او نړۍ په کچه د هنري او نوښتګرو آثارو پنځونه.
  • خپله ژبه له هنري ادبي اړخه بډایه کوونه

بنسټيز ارزښتونه:

  • اسلامي، ملي او انساني اصولو، مقدساتو او ارزښتونو ته درناوى؛
  • په بېلابیلو ژبو کي د داسي مسلکي څېړنکو روزل، چي د خپلو ژبو ناڅېړل سوي اړخونه روښانه کړي؛
  • په ملي، سیمه ایزه او نړيواله کچه، د داسي مسلکي ادیبانو او ادبپوهانو روزل، چي پَه هنري لیکنو سره دخپلو ټولنو بدرنګي په معنوي ښایست بدل کړي؛
  • ټولي چاري د لوايحو او اصولو سره سمي تر سره کول؛
  • علمي او مسلکي معيار په نظر کي نيول