کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په (۱۳۹۲ل.) کال د دوو تحصلي څانګو (قضا او څارنوالي او اداري او ډیپلوماسي) په لرلو سره تاسيس کړ.د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي (۱۰) تنه رسمي استادان لري، چي له دې جملې څخه ئې دوه تنه استادان ماسټران او پنځه تنه د ماسټرۍ په زده کړه بوخت دي.د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي (۴۶۰) تنه محصلان لري، چي له دې جملې څخه (۴۴۷) تنه نارينه او (۱۳) تنه ښځينه دي.د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه په لومړۍ دوره کي (۶۵) تنه محصلان په (۱۳۹۶ل.)کال کي فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول، چي یوه پکښي ښځينه وه.

لیرلید:

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی به د سیاسي، اداري، عدلي او قضایي کادرونو په روزولو کي د هیواد په کچه نوموتې پوهنځی وي.

رسالت:

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی هڅه کوي، چي د عصري ټکنالوژۍ په مټ د معیاري اکاډمیک چاپیریال په برابرولو سره ټولني ته په سیاسي، اداري، عدلي او قضایي برخو کي وړ کادرونه وړاندي کړي.

اساسي ارزښتونه:

  1. د اسلام د حقوقي نظام او وضعي قوانینو پېژندنه
  2. اصول او ضوابط
  3. اخلاص او عدالت
  4. روڼتیا او کره توب
  5. اصول او عمل
  6. وړتیا او محاسبه

موخی:

  • ټولني ته په سیاسي، اداري، عدلي او قضايی برخو کي ژمن کادرونه وړاندي کول.
  • په ملي کچي په حقوقي او سیاسي برخو کي د خدماتو ترسره کول.
  • په هیواد کي د حقوقي او اداري برخو پیاوړتیا.
  • له ملي، سیمه ایزو او نړیوالو پوهنتونونو، څیړنیزو  مرکزونو او همدارنګه دولتي او غیر دولتي موسساتو سره هر اړخیزي  اړیکي جوړول او په یادو برخو کي د مرستو جلبول.
  • په دیپلوماټیکي برخو کي وړ کادرونه روزل.
  • په ملي کچي په سیاسي، اداري، عدلی او قضائي برخو کي د تشو د ډکولو په موخه  کادرونه روزل.
  • د ملت د ارادو د تحقيق په موخه وړ ممثلین روزل.