تاريخچه:

دا چې دژورنالیزم پوهنځی د۱۳۹۱ ه ش کال یا هم د۲۰۱۲ کال په لمړیو کي دلوړوزده کړو وزارت لخوا کندهارپوهنتون یواځې دژورناليزم په نوم منظوره او دشپږو نورو پوهنځیو ترڅنګ یې په ډیرو لږو امکاناتو په کار پیل وکړ.په ډیرو ټکنیو حالاتو لکه: درسمي استادانو نشتون، دمشخص تعمیر او دځانګړي بودیجي نه درلودل، هغه خنډونه وو چي ورسره  یې دغه پوهنځی دکندهارپوهنتون د پیاوړو مسوولینو په مرسته او خاصه پاملرنه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ.

دلوړو او ژورو د تیرولو سره سره بیا هم، دژورناليزم پوهنځی علمي شورا په دې عقیده ده چې ددولت دفرهنګي پالیسی سره سم؛ دملي انکشافي ستراتیژۍ په رڼا کې به دپوهنتون او لوړوزده کړو وزارت د ستراتيژیک پلان په رڼا کې دلوړوزده کړو وزارت دستراتیژی له مخې خپلې هراړخیزه هلې ځلې په کار واچوي، ترڅو دژورناليزم اوعامه اړيکو پوهنځی دهیواد او سیمې په کچه دژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځيو سره سیاله پوهنځی شي.

څرنګه چې دژورنالیزم اوعامه اړيکو پوهنځی دهيواد دنوروپوهنتونونو دژورنالیزم اوعامه اړيکو دپوهنځيو په څير دلوړوزده کړو وزارت دلوایحو سره سم په دریم تولګي کې باید په څانګو وویشل شي په دې اساس دکندهارپوهنتون ژورناليزم اوعامه اړيکو پوهنځې هم په ۱۳۹۳ه ش کال کې دهغه لومړی دوره محصلان په دوه دیپارتمنتونو وویشل شول لومړی دژورنالیزم څانګه او دوهم یې هم دعامه اړیکو دیپارتمنت. 

داچې دلوړوزده کړو دطرزالعملونو او لوایحو په اساس هره پوهنځی او څانګه اړ ده چې دخپل ښه راتلونکي اوخپلواړینو او ضروري کړنو لپاره منظم او سیستماتیک اوږدمهاله ستراتیژیک پلان ولري، په داسي ډول چې په عملي ډګر کې دپلي کیدوو شونتیا ولري طرحه، تکميل او ورسته يې اداري ته وسپاري. 

په همدې اساس دژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځې دژورناليزم څانګه هم دخپل ښه او روښآنه  لرلید په موخه او دچارو د ښه سمون لپاره اړینه ګڼی ترڅو دراتلونکو پنځو کلونو دلومړنیو ضرورتونو په نظرکې نیولو سره دشونتیا تر حده خپل ستراتیژیک پلان ترتیب او په خپل وخت ورڅخه ګټه پورته کړي.

اوږدمهاله ستراتیژیک پلان دپوهنځی او پوهنتون د ستراتیژیک پلان په رڼا کې په لاندې بنیادي برخو کې په دې هیله چې ټولې چارې د خپلو ځوانو کادرونو په نه ستړې کیدونکو هلو ځلو سره په پوره بریالیتوب ترسره شی، ترتیب او په عملي ډګر کې ورڅخه ګټه پورته کوو.

لرلید :

دژورنالیزم اوعامه اړیکو پوهنځی به دهیواد او سیمي په کچه یوه مخکښه او دښه شهرت لرونکې پوهنځی وي، چې دژورنالیزم اوعامه اړیکو په برخه کې به دهیواد دپرمختګ، هوساینې او ښه راتلوونکي لپاره به با استعداده ، مسلکي او دښه احساس لرونکي ژورنالیستان اوعامه کارپوهان وروزي.

رسالت :

ژوناليزم پوهنځي هڅه کوي تر څو دمحصلينو ، استادانواو کار کوونکو لپاره داسلامي او اخلاقي معيارونو په رڼا کې دژورنالیزم اوعامه اړیکو په برخه کې دعلمې او مسلکي پوهې دلاسته راوړلو، شريکولو او عملي چارو لپاره ښه زمينه برابره کړي، ترڅو دخپلې پوهې، ابتکاراتو او څيړنو په مرسته وکولای شي، دخپل هيواد د پرمختګ، هوساينې او امنيت لپاره کار وکړي.

موخې:

ټولنې ته دداسې مسلکي ژورنالیستانو اوعامه اړیکو کارپوهانو وړاندې کول ،چې دټولنې دینې ارزښتونو او ملي ګټو ته ژمن وي.

هیواد ته دهوساینې، پرمختګ او ښه راتلوونکي لپاره نه ستړي کیدونکې هلي ځلې کول.

له نړیوالو پوهنتونونو ، مطبوعاتي ادارو او رسنیوسره رغنده اړیکې جوړول.