د شرعياتو پوهنځی په(۱۳۸۸ل.)کال کي تاسيس سوه. په لومړي کال ئې اويا(٧٠) تنه محصلان په دوو څانګو(اسلامي تعلیمات،فقه اوقانون) کي جذب کړل، چي د پنځو تنو کادري استادانو له خوا ورته تدريسي کيدئ.شرعياتو پوهنځی له (١٣٨٨ل.)کال څخه تر(١٣٩٠ل.)کال پوري نهه تنه کادري او یوولس تنه همکار استادان درلودل او د محصلانو شميره ئې د دواړو څانګو په څلورو ټولګیو کي (۲۷۷) تنو ته رسېدلی دئ.له نیکه مرغه په (۱۳۹۱ل.) تعليمي کال کي ئې د شپې پوهنځی د اسلامي تعليماتو ځانګه پرانيستله او د لومړي ټولګۍ له پاره ئې(٧٣) تنه محصلان جذب کړل، چي د پوهنځي د محصلانو مجموعي شميره (٣٥٠) تنو ته ورسېده، چي په (١٣٩٢ل.)کال کي د اسلامي تعليماتو د (انجونو) څانګه پرانستل سول، چي اوس د څلورو ټولګيو په لرلو سره پوره فعاليت کوي. شرعياتو پوهنځى په مجموعي ډول (۲۱) تنه کادري غړي لري او (۵۱۵) تنه محصلان لري.

لېرليد(Vision)

د شرعیاتو پوهنځی به د هیواد او سیمي په کچه د متخصصو او متعهد قاضیانو، قانون پوهانو، خطیبانو داعیان او دیني علماوو په روزلو کي د عصر د نویو پرمختګونو په رڼا کي یو مخکښ پوهنځی وي.

رسالت(Mission)

ټولني ته داسلامي اصولو، قران او نبوي احادیثو، د هیواد د نافذه قوانینو او نړیوالو پرمختګونو په نظر کي نیولو سره د لیسانس په کچه متعهد او مسلکي کادرونه وړاندي کوي.

هدف(Goal)

ټولني ته د تقنین، قضاء، افتاء، دعوت او ارشاد په برخو کي ژمن متخصصین تقدیمول.

 د هېواد په کچه د یوې قوي دیني مرجع په توګه خدمات ترسره کول.

د اسلام د ریښتني څېرې ښېګڼو او مزایاوو تبلیغ او خپراوي.

خپل ولس ته د دیني مسؤلیت له مخي د اسلامي تمدن په ښېرازي کي ونډه اخیستل.

ارزښتونه(Principles)

د اسلام اصيل فهم او وسطي فکر.

لوړ انساني او اسلامي اخلاق .

په کارونو کي اخلاص او جديت.

په فعاليتونو کي اتقان او کره توب.

په ټولو چارو کي شفافيت او محاسبه.