تاريخچه:

کرهڼه پوهنځى ١٣٦٩ لمريز کال کندهار پوهنتون په علمي چوکاټ کي پرانيستل سوه ، چي د( ١٨) تنو محصلينو او ( ٨) تنو مجربو استادانو سره ئې فعاليت پيل کړ. خو دهغه وخت سيمه ايزو شرايطو او ناخوالو په پايله کي ديوه كال لپاره تدريسي او اداري چاري له خنډ سره مخامخ سوی. په ١٣٧٦ لمريز كال کي كرهڼي پوهنځی درئيس پوهنوال انجينر شاه محمود )بري( په هڅو دکرهڼي پوهنځى ته دلوړو زده کړو وزارت دکانکور ازمويني له  لاري دبريالي سويو محصلينو له ډلي څخه دبيلابيلو ستونزو سره سره په پايله کي وتوانيدل چي( ٦) تنو مسلکي اوکادري استادانو په شته والي کي د( ٧) تنو په شمير محصلين لومړي ټولګي ته جذب او پوهنځى فعاله وساتي. دتدريسي، اداري، او بشپړ ځاى دنه شتون او دهغه وخت دشته ستونزو سره دكرهڼي پوهنځی استادانو اواداري کارکوونکو وكولاى سول، چي په ١٣٨٠ لمريز كال کي داګرانومي له څانګي څخه دلومړي ځل له پاره اووه تنه محصلين فارغه كړي ، چي دا يوه لويه كاميابي وه. تراوسه پوري کرهڼي پوهنځی د ورځي برخي څخه (۷۳۰) تنه محصلين په اوولس ( ۱۷) دورو کي او شپي برخي څخه (۲۲۷) تنه په دریو دورو کي و هيوادوالو ته دخدمت په موخه فارغ کړي.

لیرلید:

دهیواد او سیمي په کچه د کرهڼي او مالداري سکتور معیاري کولو له پاره مسلکي کادرونه روزل.

رسالت:

په عصري تکنالوژي سره سمبال علمي ، ښوونیز او څیړنیز چاپيریال برابرول تر څو ټولني ته د کرهڼي سکتور د د پياوړتیا له پاره باکيفیته خدمتونه وړاندې سي.

هدف:

دکرهڼي پوهنځی په لوړه سطحه دعلمي کادرونو دروزني لپاره داسي علمي ، ښوونیز او څیړنیز میتودونه په کار اچوي ، چي په ملي او سیمه ایزه کچه کرهنیزي پرمختیا له پاره مرستندویه وي.

ارزښتونه:

  • مسلکي او کادري لوړ کيفیت
  • اسلامي اخلاقو او وطنپالی روحیه
  • په کړنو کي شفافيت