تاریخچه:

کندهارپوهنتون انجنیري پوهنځی د۱۳۷۹لمریز کال دمېزان په میاشت کي تأسیس سول. نوموړې پوهنځی څلور فعالي تدریسي څانګي لري لکه سيول څانګه ، داوبو او چاپېریال انجنیري څانګه- انرژي څانګه او مهندسي څانګي لري.

د سيول څانګي تدريسي نصاب دکنساس سټیټ پوهنتون او کابل پوهنتون انجنیري پوهنځي په ګډه همکاري ترتیب سوی او همدا ډول داوبو او چاپېریال انجنیري څانګي تدریسي نصاب دآسيا دتکنالوژي انستیتيوت(Asian Institute of Technology)او کندهارپوهنتون په ګډه همکاري ترتیب سوی دئ.

پنځه نوي سلنه کتابونه ، تدریسي مواد او کورنۍ دندي په انګلیسي ژبه دي ، کندهارپوهنتون انجنیري پوهنځی  تراوسه پوري ۴۸۸ تنه انجنیران ټولني ته دخدمت په موخه وړاندي کړي او۵۳۰ تنه محصلینو ته د۲۹ تنو رسمي او۴ تنو افختاري استادانو لخوا تدریس کیږي.

لېرليد:

د انجنیري پوهنځی غواړي چي دهېواد په کچه مخکښه او په نړیواله کچه د ښه شهرت لرونکې پوهنځی وي، ترڅو وړ او په کار پوه انجنیران وروزي ، په ملي کچه علمي څېړني او خدمات وړاندي او د هېواد په بیا رغونه او پرمختګ کي مهم رول ولوبوي.

رسالت :

انجنیري پوهنځی هڅه کوي تر څو دمحصلینو ، استادانو او کارکونکو لپاره د مسلکي او اخلاقي معیارونو په رُڼا کي دانجنيري په مختلفو څانګو کي دعلمي پوهي دلاسته راوړلو ، شریکولو ، او عملي کولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړي، تر څو دخپلي پوهي ، ابتکاراتو او څېړنو په مرسته و کولای سي خپل هیواد د ژوند کولو (هستوګني) لپاره مناسب ځای وګرځوي.