دانګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګي دژبو او ادبیاتو پوهنځي دتأسیس سره سم په ۱۳۹۳ ل. کال کي یو ځای په کار پېل وکړ.یاده څانګه شاوخوا ۱۷۹ تنه نارینه او ښځینه محصلین لري چي اساسي،مسلکي او اختیاري مضامین دسهار او ماپښین له خوا زده کوي.دانګلیسي ژبي اوادبیاتو څانګه محصلانو ته دانګلیسي ژبي او ادبیاتو تدریس کوي؛ په ژبه کي، څلورګوني تکړه توبونه، دمطالعې تکړه توبونه او دژبي دزده کړي تکړه توبونه ورزده کوي او یاده څانګه دادبیاتو بېلابېل ادبي ژانرونه او ډولونه لکه برتانوي، امریکائي او نړیوال ادبیات تدریسوي. 

لېرلید:

دانګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګه به دهیواد او سیمي په کچه دانګلیسي ژبې لیکوالانو، ژبپوهانو، ژباړونکو، ددې ژبي ویونکو او استادانو په روزنه کي یوعلمي او مسلکي څانګه وي.

رسالت:

انګلیسي څانګه هڅه کوي چې دپوهانو، کره کتونکو او تل پاته زده کوونکو داسي یوه روڼاندي ژمنه ټولنه وروزي چي ادبي، ژبنۍ او انګلیسي ژبي زده کړي په علمي اوعملي چوکاټ کي وکاروي او د زده کړیالانو ادبي شالید چي علمي وړتیاوي، انساني، ډول ډول کلتوري او هنري پوهي ته دڅانګي دبنسټیز تعلیمي نصاب له مخي وده ورکړي.

موخي:

  • دانګلیسي څانګه به وکولای سي چي:
  • ادبي تاریخ، ادبي تیوري او ادبي فارمونه تر خپلو محصلینو ور وسوي
  • دانګلیسي ژبي داکاډیمکو کیلوالانو روزنه
  • دانګلیسي ژبي او ژبپوهني په بېلابیلو برخو کي کار کول
  • ددې څانګي څخه داسي فارغان تیارول چي انګلیسي ژبه دعامو او خاصو اهدافو لپاره وکاروي
  • ددې څانګي څخه داسي فارغان روزل چي په خپله او انګرېزي ژبي مسلکي ژباړونکي وي.
  • دهیواد د اسلامي او دودیزو ارزښتونو په رڼا کي لوړو علمي معیارونو ته رسېدل.

​ارزښتونه:

  • ټولو اسلامي، ټولنیزو، ملي او انساني ارزښتونو ته درناوی.
  • دلوړو زده کړو ټول اصول او قوانین پلي کول.
  • دکندهار پوهنتون او دژبو او ادبیاتو پوهنځي ټول علمي او اداري اصول او قوانین پلي کول. 

د انګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګي د آمر ژوند لیک

رحمت الله کټوازی، دحاجي دریاخان زوی دپکتیکا ولایت، یوسف خېل ولسوالي دبوخانخېلو په کلي کې په ۱۳۷۰ کال کې زوکړی دئ. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ئي دخپلې ولسوالۍ په مرکزي لېسه ، یوسف خېل عالي لېسه، کې کړي او په کال ۱۳۸۸ کال دیادې لېسې څخه فازغ سوئ دئ. ترفراغت وروسته دکانکور ازموینه ورکړې او دکندهار پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي ته بریالی سوې دئ. په کال ۱۳۸۹ کې ئي په کندهار پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړي دښوونې او روزنې پوهنځي د انګرېزي په څانګه کې پیل کړیدي. دمحصلیۍ په دوران کې دخپلو درسونو پرمخ بیولو پرڅنګ، په لېسه او انګرېزي ژبې په مراکزو کي يي هم داستاد په حیث دنده ترسره کړې چې د ادارو له خوا په ستاینلیکونو هم نازول سوې دئ.په کال۱۳۹۰ کې هم دانګرېزي څانګې دامریت له خوا دفعاله محصل په توګه یو ستاینلیک ورکړل سوئ دئ. بهرني سفرونو ته نه دئ تللئ خو دافغانستان په داخل کې ئي ځینو ولایاتو ته سفرونه کړيدئ. په ۱۳۹۳ کال کې له کندهار پوهنتون څخه فارغ سوئ او په یاد کال کې د همدې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له تأسیس سره سم مقرر سوئ دئ. علمي رتبه ئي پوهیالی ده.

اړیکشمېره: ۹۳۷۹۶۰۳۹۴۷۷+

برېښنالیک پته: rahmat.katawazai@yahoo.com