کي په (۱۳۹۲ل.) کال کي د هیواد په کچه د لمړي ځل له پاره اجاد سوه.د انرژي څانګه پنځه (۵)  تنه استادان لري، چي د هغه جملې څخه څلورو (۴) استادانو ئې په نړۍ والو پوهنتونوکي ماسټرۍ تکميل کړې ده، او يو تن استاد ئې د ماسټري د تکميل په حال کي دئ.دا څانګه په څلور فعاله ټولګيو کي (۲۳۷) محصلان لري، چي د ټولګيو په تفکيک سره په لاندي ډول دي.

څلورم ټولګي کي (۲۳) محصلان

دریم ټولګي کي (۳۷) محصلان

دوهم ټولګي کي (۶۵) محصلان

اول ټولګي کي (۱۱۲) محصلان

د انرژي څانګه د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشريی ځواک د پرمختګ پروګرام ( USWDP) سره قرارداد لري، چي له مخي به ئې د انرژي څانګي سره د نصاب جوړوني، لابراتوار او د استادانو د مسلکي روزني په برخه کي لازمه مرسته کوي.د انرژي څانګي نصاب د USWDP په ملاتړ د امریکا متحده ایالاتو د تکساس A &M پوهنتون په مرسته اوس تر کار لاندي دي، چي نژدې ۹۰٪ کارونه ئې خلاص سوي دي، د ټولو مضامینو له پاره یو کامل فارمټ، د مضامینو مفردات، درسی کتابونه او ممد درسي کتابونه، د عملي کار برخه مشخص سوی ده. نوموړي نصاب د تکساس پوهنتون د استادانو سربیره د ټایلنډ د AIT پوهنتون او د هندستان د هایدراباد د GRIET پوهنتون د استادانو لخوا هم د تائيد وړ کړځیدلي دئ.د انرژي دغه نوي نصاب د تکساس پوهنتون ته استول سوی دئ، تر څو د تکساس پوهنتون د انرژي پروفیسرانو لخوا وکتل سي او که کوم مشکلات پکښي موجود وي هغه راته په ګوته او د انرژي څانګي استادان به ئې اصلاح کړي. د انرژي څانګي نصاب به تر بشپړېدو وروسته د لوړو زده کړو وزارت ته د تائېد له پاره واستول سي. ياده څانګه يو مجهز لابراتوار لري، چي د USWDP په مالي مرسته او تکساس آ اينډ ام په تخنيکي مرسته جوړ سوی دئ.د يادوني وړ ده، چي انرژي څانګي تر اوسه پوري فارغان ټولني ته د خدمت په موخ نه دي وړاندي کړي.

لیرلید:

د هیواد په کچه د انرژي اړوند خدماتو په وړاندي کولو کي د یوې منل سوي او اعتباري څانګي په حیث راڅرګندېدل.

رسالت:

د نوي ټکنالوژۍ او اغېزمنو علمي، ښوونیزو او څېړنیزو مېتودونو په مرسته د انرژي انجنيرۍ څانګي لیرلید ته ځان رسول.

اهداف:

  1. د انرژۍ په برخه کي و ټولني ته په اسلامي او ملي ارزښتونو سمبال، مسلکي انجنیران وړاندي کول.
  2. د څېړنو او خدماتو په تر سره کولوسره د ټولني د انرژۍ اړونده مشکلاتو ته جواب ویل.
  3. د هیواد د اقتصادي ودي او پرمختګ له پاره د انرژۍ د شته طبیعي منابعو څخه د سالمي استفادې لاري چاري وړاندي کول.

ارزښتونه:

  1. منلى ملي او نړیوال کیفیت.
  2. اسلامي او افغاني مقدساتو ته درناوی.
  3. اسلامي او انساني اخلاق، د خدمت او وطن دوستۍ روحیه.
  4. شفافیت او د فساد مخنیوی.

د انرژي انجنيري دڅانگي استادان