د انجنیري پوهنځی لنډه پېژدنه:

کندهار پوهنتون انجنیري پوهنځی د (۱۳۷۹ل)کال د میزان په میاشت کي تاسیس سوه. نوموړی يوهنځی څلور فعالي څانګي لري لکه سیول څانګه، د اوبو او چاپیریال څانګه، انرژي څانګه او مهندسي څانګه او يوه نوې څانګه، چي سږ کال ورته محصلان معرفي سوي دي د ښار پلانوني څانګي په نامه سره ياديږي.د سیول څانګي تدریسي نصاب د کنساس سټیټ پوهنتون او کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی په ګډه همکاري ترتیب سوی او همدا ډول د اوبو او چاپیریال څانګي تدریسي نصاب د آسیا د تکنالوژۍ انستیتیوت (Asian institute of Technology) او کندهار پوهنتون په ګډه هکاري ترتیب سوی دئ. پنځه نوي سلنه کتابونه، تدریسي مواد او کورنۍ دندي په انګلیسي ژبه دي، کندهار پوهنتون انجنیري پوهنځی تر اوسه پوري(۶۷۲) تنه انجنیريان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي او (۸۳۹) تنه محصلانو ته د (۲۶) رسمي او (۴) تنو افتخاري استادانو لخوا تدریس کيږي.

د انجنیري پوهنځی د جوړیدو ضرورت او اهمیت:

د لوی کندهار حوزه ډیره پراخه ده او په هغه کي پرمختیايي پروژې ډیره لږ تطبیق سوي دي. د دې تر څنګ اوږدمهاله کرغیړني او جګړې په دې سیمه کي د عامو خلګو ژوند د ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ کړی دئ. د دې سیمي د خلګو د ګڼو ستونزو او مشکلاتو د لیري کولو او د بېلا بیلو پرمختیایي پروژو د تطبیق له پاره مسلکي او په کار پوه کادرونه ته ضرورت سته. د دې ضرورت د لیري کولو او خلګو ته د ژوند د بېلا بیلو پروژو طرح، ډیزاین او تطبیق له پاره محلي کادرونو شتون ډیر اړین دئ. پورته ضرورتونو او اړتياوو ته په کتو انجنیري پوهنځی په کندهار کي د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي تاسیس سو.

لېرلید:

د انجنیري پوهنځی به په ملي او نړی واله کچه په کار پوه او د ښه شهرت لرونکي انجنیران په روزلو، غوره تحقیقات او خدماتو په وړاندي کولو سره د هیواد په بیا رغونه او پر مختګ کي مخکښ و اوسي.

رسالت:

انجنیري پوهنځی هڅه کوي، چي د خپلو استادانو د ظرفیت لوړولو، معیاري نصاب تطبیقولو، مجهز لابراتوار او کتابتون برابرولو، د اړوندو سکتورونو سره د اړیکو ټینګولو او د داسي څیړنو په تر سره کولو سره، چي ټولنه او هیواد اړتیا ورته لري، خپل لېرلید ته ځان ورسوي.

ارزښتونه:

  • ټول اسلامي او افغاني مقدساتو او ارزښتونو ته درناوی.
  • د افغانستان اسلامي جمهوري دولت و اساسي قانون ته درناوی.
  • انسانیت ته درناوی، ژبني، سمتي او هر ډول تعصباتو څخه کرکه.
  • خپل ټولني او دندي ته صادق او ژمن.
  • د وطن د آبادی له پاره قوي عظم او د هر ډول فساد مخنیوی.