د افغان-هند علمي څېړنيز مرکز:

دا مرکز د ۱۳۹۴ل.کال د کب د مياشتي پر (۱۱)نېټه په کندهار پوهنتون کي د د افغان-هند بنسټ له خوا د څلويښتو کالو له تاريخي پيښو څخه زده کړه د نړۍوالي علمي غونډي په وياړ جوړ سو.

د دې مرکز په پرانستغونډه کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، په افغانستان کي د هند سفير مانپريت وهرا، په کندهار کي د هند قونسل نريندر پالسينګ، د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو او استادانو ګډون کړی وو. د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخېل د هند سفير ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هند هيواد له مرستو څخه مننه وکړه او زياته ئې کړه، هند په کندهار پوهنتون کي د بنسټيزو تاسيساتو تر څنګ د استادانو د لوړو زده کړو(د ماسټرۍ او دوکتورا) په برخه کي هم ځانګړي مرستي کړي دي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د افغان-هند علمي څېړنيز مرکز ته په اشاره د هند له سفير څخه غوښتنه وکړه، چي دې ورته په نورو علمي برخه کي هم د کندهار پوهنتون د استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو سره مرستي وکړي.په افغانستان کي د هند سفير مانپريت وهرا کندهاري مشرانو او د پوهنتون مشرتابه ته د هند هيواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او زياته ئې کړ، چي موږ به خپلي خبري په عمل کي ثابتي کړو.وروسته د هند سفير، د کندهار والي، د پوهنتون رئيس او په کندهار کي د هند قونسل له خوا د پتۍ په پرېکولو سره د افغان-هند علمي څېړنيز مرکز پرانستل سو.

د غونډي په پای کي راغلو مېلمنو د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز د نه زور زياتي او سولي له نندارتون څخه هم ليدنه وکړه.