د اطفالو د څانګي پیژندنه :

د طب پوهنځی د اطفالو څانګه په (۱۳۹۳ل) کال کي تأسيس سول او له دې مخکي يادي څانګي د داخله څانګي په چوکاټ کي د محصلانو روزنه تر سره کول.د اطفالو څانګه د طب پوهنځي د کريکولم سره سم د څلورم او پنځم ټولګيو محصلانو او د ستاژر ډاکټرانو ته د دې څانګي اړوند مضامين لکه: د اطفالو د داخله انتاني، جلدي او عقلي او عصبي ناروغيو تدريس په نظري او عملي ډول او د علم سلوک تدريس يوازي په نظري ډول مخته بيايي.د نوموړي څانګي استادان په نورو څانګو کي د استادانو د نشتوالي له امله یو شمېر مضامین په نظري او عملي توګه تدريسوي او د نوموړي څانګي عملي کارونه د طب پوهنځي د تدريسي روغتون په اطفالو وارډ او ميرويس روغتون کي تر سره کيږي.

لېرلید :

داسي څانګه چي د هېواد په کچه د اطفالو د ناروغیو د تشخیص، درملني، وقایوي تدابیرو او د څېړني په مخ ته بیولو کي د رهبریت رول ولوبوي.

ماموریت :

د استادانو له پاره د څېړنو د اسانتیاوو او د عصري ټکنالوژۍ  برابرول او د هغه څخه د ګټي اخیستنې له پاره د روزنیزو پروګرامونو ترتیب او هم د محصلانو، ستاژرانو او ځوانو ډاکټرانو له پاره د داسي شرایطو برابرول تر څو د اطفالو د پرنسیپ اړوند پوره پوهه ولري، د عملي مهارتونو سره پوره بلدتیا ولري‎، د ناروغانو سره د ښه سلوک نمونه وي او هم د ټولني چوپړ ته تیار او د نړیوالو ننګونو سره عملاً د علمي مقابلې جوګه وي.

موخي :

  • د داسي ډاکټرانو روزل تر څو د اطفالو د ناروغیو اړوند د عصري پوهي په ګاڼه سمبال او وکولای سي چي نوموړي علم د روغتیايي سیسټم په هر اړخیز پرمختګ کي په کار واچوي.
  • ټولني ته د داسي ډاکټرانو وړاندي کول تر څو د ټولني د کوچنیانو د ناروغۍ وقایه، تشخیص، او د درملني مهارتونه ولري.
  • د اطفال څانګي فارغانو ته وړتیا ورکول، تر څو د اطفالو د ناروغیو اړوند ترلاسه سوی پوهه او مهارتونه په ټولنه کي د اړو وګړو د ستونزو د حل او څېړنیز پروګرامونو د جوړولو او پرمخ بیولو له پاره وکاروي .

د اطفال څانګي لېرلید ، ماموریت او موخي په  (۰۵ / مېزان/ ۱۳۹۶ نېټه ، (۷) ګڼه پروتوکول کي ثبت او تائید دئ .

د څانګي د آمر نوم او لاسلیک : پوهنمل ډاکټر بلال احمد رحیمي

د اطفال څانګې لېرلید ، ماموریت او موخې د پوهنځی د علمي شورا د (۱۶/ مېزان/۱۳۹۶) نېټه ، (۷) ګڼه پروتوکول کي ثبت او تائید دئ .