د اسلامي ثقافت څانگه هم د پوهنځي له پيل څخه تاسيس شوې چي، د شرعياتو پوهنځي په چوکاټ کې مستقل صنفونه نه لري؛ بلکه استادان يې دکندهار پوهنتون په ټولو مختلفو پوهنځیو کی  د اسلامي مضامينو تدريس پر غاړه لري

اوسنى آمر يې پوهيالى نظرمحمد حنيف دى.

د اسلامي ثقافت دڅانگي دآمر پیژندگلوي

پوهيالی نظرمحمد حنيف د حاجي سيد احمد زوی چي په ۲۴/ ۳/ ۱۳۶۷هـ ل کال کې د کندهار ښار په څلوورمه ناحيه کې زيږدلی، لومړنۍ زده کړي يې په محلي مساجدو کې تر سره کړي، د قرآن کريم د حفظ لپاره يې د خرقې مطهري تر څنګ مشهور دارالحفاظ ته مخه کړه چې هلته يې له مشهور قاري احمد سره څوپارې حفظ کړي، د قرآن کريم د بشپړ حفظ کولو فرصت ورڅخه د طالبانو د نظام له منځه تلو واخيست.  په ۱۳۸۱هـ ل کال کې د نوي دولت په منځته راتلو سره يې د احمد شاه بابا په تعليمي مرکز کې تر شپږم ټولګۍ چټکي زده کړي وکړې له هغه وروسته يې د حاجي ميرويس خان نيکه عالي ليسه له اوم ټولګی څخه تر دولسمه تعقيب کړه، په ۱۳۸۷هـ ل کال کې يې د کانکور په امتحان کې برخه واخيسته چې د کندهار پوهنتون شرعياتو پوهنځی ته بريالی شو. ياده پوهنځی په هماغه کال کې نوې تاسيس شوې وه. په ۱۳۹۲هـ ل کال کې د لسانس دورې تر فراغت وروسته يې د يوه کال لپاره د مدافع وکالت دنده تر سره کړه. په همدې کال يې په شرعياتو بوهنځی کې د افتخاري استاد په صفت استادي هم تر سره کړه. کله چې په کندهار پوهنتون شرعياتو پوهنځی کې د استادانو د تقرر  پروسه پيل شوه په امتحان کې تر ګډون وروسته يې په مربوطه پوهنځی  اسلامي ثقافت څانګه کې د استاد په صفت خپله دنده پرمخ وړي.

                                          

                                   د اسلامي ثقافت دڅانگي داستادان