داسلامی تعلیماتو څانگه دپوهنځی له تاسیس سره سم جوړه شوه چی تفسیر ، حدیث ، اصول تفسیر، اصول حدیث ، عقیده او دعوت د دې څانگی تخصصی مضامین گڼل کیږی.

د دې څانګي د محصلينو مجموعي شمېرې په دې دول دي:

لومړى ټولګى: ۸۱

دوهم ټولګى: ۲۷

دريم ټولګى: ۳۹

څلورم ټولګى: ۳۷

اوسنى آمر ئی پوهنيار رحمت الله عظيمي دی

داسلامی تعلیماتو دڅانگي دآمر پیژندگلوي:

پوهنیار رحمت الله (عظیمي) د محمد عظیم زوي په ۱۳۶۷ هـ کال کې د غزني  ولايت د احمدي په کلي  کښې زیږیدلی، تر کال ۱۳۸۰هـ پوري یې  خپلې ابتدایې او ثانوي زدکړی دغزني ولایت په مختلفو مدرسو کښې ترسره کړی لکه: نجم المدارس، شمس العلوم او مدینة العلوم، په ۱۳۸۳هـ کال د آزاد رقابت له لارې د کابل په دارالعلوم عربی کښې په لسم ټولګی کښې شامل او په ۱۳۸۸هـ کال د نوموړي مدرسې له څوارلسم ټولګی څخه د أعلی درجې په لاسته راوړلو سره فارغ شو.  په ۱۳۸۹هـ کال دکانکور له ازمویني نه وروسته  د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځی د اسلامي تعلیماتو څانګه کښې په دوهم ټولګې شامل شو. په ۱۳۹۱هـ کال کښې له نوموړي پوهنتون  څخه د لوړو نمرو په لاسته راوړلو سره فارغ شو. په ۱۳۹۱ کال د قوس میاشتې په ۲۷ نیټه د کندهار پوهنتون دشرعياتو پوهنځي داسلامي تعلیماتو څانګه کښې د استادي په دنده باندې پیل وکړ. په کال ۱۳۹۳هـ د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځی د تفسیراو حدیث د ماستري په ازموینه کښې د آزاد رقابت له لاري شرکت وکړ چې د لوړو نمرو په لاسته راولوړوسره یاده برنامه کې شامل شو چې د ماستری له درسونو سره یې د نوموړي پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځې کښې د خدمتي استاد په حیث د تدریس دنده هم ترسره کړه اوپه   ۱۳۹۵هـ کال د ماستري تیزس دفاع او  د ممتاز درجې په لاسته راوړلو سره فارغ شو چې تر دا مهاله داستادۍ دنده پرمخ وړي او د ۷/۷/۱۳۹۵نیټې څخه ورسته د اسلامي تعلیماتو د څانګې آمریت دنده ترسره کوي.

داسلامی تعلیماتو دڅانگي استادان