د استادانو په اړه لند معلومات  نوم تخلص، د پلار نوم، ولایت، د تحصیل درجه ، رشته کادری رتبه او د مقرري نیټه:

۱: پوهیالی عبدالقدیر جلالي د خان آقا زوی د وردګو ولایت اوسېدونکی په سيول ژورناليزم کي د لیسانس سند لرلو تر څنګ د ۱۳۹۱/۷/۱۰ نېټې سره سم علمي کادر ته شامل سو.

۲: صبغت الله غورځنګ د عبدالحمید زوی دوردګو ولایت اوسېدونکی په سېول ژورناليزم کي د ليسانس سند لرلو تر څنګ د ۱۳۹۱/۷/۱۰ علمي کادر ته د آزادي سیالۍ له لاري شامل سو.

۳: عبدالوهاب رحیمي د عبدالرحیم زوی د وردګو ولایت اوسېدونکی په سيول ژورناليزم کي د لیسانس سند لري او د ۱۳۹۱/۷/۱۰ نېټې سره سم علمي کادر ته شامل سو.

۴: شېرخان افغان د قمرخان زوی د پکتیا ولایت اوسېدونکی په سیول ژورناليزم کي ليسانس سند لري او د ۱۳۹۲/۷/۹ نېټې سره سم علمي کادر ته شامل سوی دئ.

۵: عبدالله احساس د خواجک حسین زوی د پکتیاولایت اوسېدونکی په سیول ژورناليزم کي  ليسانس سند لري او د ۱۳۹۲/۷/۶ نېټې سره سم علمي کادر ته شامل سوی دئ.

۶: مجیب الرحمن زیارمل د فضل الرحمن زوی د وردګو ولایت اوسېدونکی له ژورناليزم  پوهنځي څخه فارغ او په ۱۳۹۲/۹/۲۵ علمي کادر ته شامل سو.

۷: پوهیالی سید ګلاب امیني د ګل امین زوی د وردګو ولایت اوسېدونکی په  سیول ژورناليزم کي د لیسانس درجه لري چي د ۱۳۹۴/۵/۴ نېټې سره سم علمي کادر ته شامل سوی دئ.

۸: عبد اللطیف احمدي د خیر ګل زوی د وردګو ولایت اوسېدونکی په  سیول ژورنالېزم کي د لیسانس درجه لري چي د ۱۳۹۴/۵/۳۱  نېټې سره سم علمي کادر ته شامل سوی دئ.

۹: پوهيالى سید انورشاه عابد د محمد آصف زوی  د قندوز ولایت اوسېدونکی په  سیول ژورنالېزم کي د لیسانس درجه لري چي د ۱۳۹۴/۵/۳۱  نېټې سره سم علمي کادر ته شامل سوی دئ.

۷: پوهیالی صفت الله حکیمي د عبدالحکیم زوی د وردګو ولایت اوسېدونکی په سیول ژورناليزم کي د لیسانس درجه لري چې د  ۱۳۹۶/۱/۷ نېټې سره سم علمي کادر ته شامل سو.