د احصایې او ایکونومیتري څانګه د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د څانګو څخه ده، چي په (۱۳۸۹ل.)کال کي ئې په فعاليت پېل کړي دئ.د دې څانګي درسي مواد، کورس پاليسي او کریکولم د لوړو زده کړو د وزارت د علمي کميټې له خوا تصویب سوي دي، پوهنیار نقیب الله حقبین د نوموړي څانګي د امر په توګه دنده اجرا کوي او نوموړي څانګه کوم فارغ نه لری.

لرلید:

د احصایې او ایکونومیتري څانګه به د علمي پروګرامونو له لاري په محصلانو کي د څېړني او تحلیل مهارتونه روزي تر څو علمي څېړني ترسره کړي او د معیاري کاري ځواک په توګه په خصوصي او عامه سکتور کي کار وکړي.

رسالت:

د احصایې او ایکونومیتري څانګه هڅه کوي. چي د معیاري درسي نصاب په رامنځته کولو سره د احصایې او ایکونومیتري اړوند موډلونه تدریس کړي او د کمپیوټر د پروګرامونو په واسطه د اعدادو د تحلیل او څېړلو له پاره روزنیز پروګرامونه چمتو کړي.

د احصايي او اکونومیتری څانګي مسلکي مضامین

  1. ریاضی ۱/۲
  2. احصایه ۱/۲
  3. اقتصادي سنجشونه
  4. احتمالات ۱/۲
  5. د پروژي مدیریت
  6. ریاضیاکي اقتصاد
  7. د دیموګرافی اساسات
  8. انفارماتیک
  9. الکترونکي تجارت
  10. د ملی عاید محاسبه
  11. د نمونه ټاکني تخنیکونه
  12. خطي پروګرام جوړونه (LPP)
  13. اکونومیتری
  14. کمپوټری احصایه  ( د ډاټا تحلیل د SPSS په مرسته)

​د احصایی او ایکونومیتري څانګي استادانو لنډي بیوګرافي