په کندهار پوهنتون کي د نیالګیو ایښووني کمپاین پیل سو
د ۱۴۰۱ل. کال د حوت د میاشتي پر ۲۹ مه نېټه په کندهار پوهنتون کي د نیالګیو ایښووني لړۍپیل سوه چي په لړ کي به يې ۱۵۰۰ نيالګي کښېنول سي .
په دې لړۍ کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرشاه عاصم ، د علمي چارو مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان ،د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالستار حقاني او د کندهار پوهنتون د سرسبزي د کمېټې مسؤلینو ګډون کړی وو.
د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم د ښه چاپيريال او سرسبزۍ د اهميت څخه يادونه وکړه او د ايښوول سوو نيالګیو څارنه او ساتنه يې تر هر څه مهمه وبلل .