د ژورنالیزم پوهنځی میډیاسنټر:

د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی د  میډیاسنټر د پروژې کار د (بیکلوک ساختماني شرکت) له لوري په (۱۶/۲/۲۰۱۳) نیټه په یوه پوړ(منزل) کې پیل او په (۳۰/۶/۲۰۱۳) نیټه پای ته ورسید.

یاده ودانۍ چې د امریکا سفارت له لوري د (110000) امریکایی ډالرو په ارزښت په عصري او مډرن سیستم باندې جوړه شوی ده، د راډیو او مطبعې ترڅنګ دری تدریسي خونې ، کنفرانس روم، ریس دفتر او ځینې نور ملحقات لري.

راډیو :

راډیو دوه عمومي استیډیوګانې لري چي یوه یې د ژونديو نشراتو او بله هم د ثبت لپاره ده، چې په دواړو کې د ایزو شرکت له خوا د انسټالیشن او پارټیشن چارې ترسره شوي دي او د راډیو په برخه کې یو تخنیکي کارمند چې د نوموړي شرکت لخوا معاش ورکول کیږي د محصلینو د ترینینګ او عملي زده کړو لپاره په دنده ګمارل شوي دي او محصلینوته د ماسپښین لخوا په راډیو کې عملي زده کړې ورکول کیږي او د ژورنالیزم پوهنځی لخوا یې کارونه ارزول کیږي.

د راډیو وسایل :

کوم وسایل چي په راډیو کې نصب شوي دي هغه عبارت دي له: ترانسمیتر، میکسر، کپیوترو او مایکونو څخه د يادونې وړده چې زيات شمير محصلين په عينې وخت کې ترې استفا ده نشي کولای، ځکه چې د ايډيټ لپاره زيات شمير کمپيوترونه او همدارنګه د خپرونو د ثبت لپاره کافی اندازه وايس ريکاردر شتون نه نلري ددې تر څنګ د کمپيوټرلب نه شتون هغه اړتيا ده چې محصلين د انلاين ژورنالیزم او انټرنيټ په برخه کې ورسره مخامخ دي. 

مطبعه :

د مطبعې پروژه چې د ازادې سیالۍ له لارې د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پونځی ته منظور شوې وه، چې د ایزو شرکت له لخوا ورته د چاپ بیلابیلو ماشینونه او څلور پایې کمپیوټرونه اخیستل شوی او انسټالیشن یې هم تکمیل شوي دی د عملي ،تخنيکي او ترینینګ لپاره ورته د نوموړي شرکت لخوا یو تن مسلکي کارمند په دنده ګمارل شوی دي، ترڅو محصلینو ته د چاپ په برخه کې مسلکي زده کړې ورکړي. 

په میډیا سنټرکې ترسره شوي فعالیتونه:

د مطبعې او راډیو دواړو لپاره مسلکي کار کوونکي په دنده ګمارنه .

د پوهنتون غږ راډیو لپاره د میډیا سنټر د مشر او د نشراتو د مسول له خوا د نشراتي پلان جوړول، چې د پوهنتون د نشراتو کمېټې په غونډه کې تایيد شوی هم دي.

  • د راډیو او مطبعې د عملي زده کړو په موخه د دریم او څلورم ټولګیو محصلین په ګروپي ډول سره معرفي کول.
  • د راډیو او مطبعې د کارمندانو سره د میډیا سنټر د لاپرمختګ په موخه د پوهنځی په سطحه غونډې نیول .

​ځینې هغه امکانات چې د لوړو زده کړو وزارت او امریکا سفارت په تړون کې لاسلیک شوي دي، د نورو ولایاتو په نسبت د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی ته ندي ورکړل شوي چې د هغو څو بيلګو څخه يې په لاندې توګه يادونه کيږي.

د ميډیا سنټر ودانۍ:

کومو ولایاتو ته چې د امریکا سفارت لخوا ساختماني ودانی جوړې شوي دي، هغه ټولې په دوه او دریو پوړو کې جوړې شوي، چې د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی د میډیا سنټرودانۍ په یوه پوړکې جوړه شوی ده.

د تلویزیوني استیډیو اړتیا:

د هرات ،خوست او بلخ پوهنتونو د ژورنالیزم پوهنځیو کریکولم د کندهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځی سره یو شان دی، خو د يادو پوهنځیو محصلین د عملي زده کړو لپاره د هر ډول تجهزاتو او تلويزونې استيديوګانو څخه برخمن دي

  پداسې حال کې چې  د وزارت او امریکا سفارت په تړون کې هم په تجهیزاتو باندې زیات ټينګار شوي، خو د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ته د تلویزیوني عملي زده کړه په برخه کې کوم وسایل ندي ورکړل شوي.

 هغه مهم تجهزات او وسایل چې محصلينو ته په عملي برخه کې اړين بلل کېږي په لاندې توګه دي .

  • تلویزيوني استیدیو
  •  کمرې
  •  ویډیو مکسر
  •  مایکونه
  •  د عکاسي کمرې

​دا هغه وسایل دي،چې د کندهار پوهنتون د ژورلیزم پوهنځی یې نه لری او محصلین د تلویزیوني خپرونو په تولید کې ترې ګټه اخلي، پداسې حال کې چې نورو پوهنتونونو ته  یاد امکانات برابر شوي دي.