د ښووني او روزني پوهنځی  اوس مهال 64 تنه کادري استادان لري، چي د هغه له جملې څخه ۱۹ تنه ماستران، يو تن دوکتور او ۴۴ تنه ليسانس دي. د ا پوهنځي هڅه کوي، چي د لومړيتوبونو پر اساس او د څانګو د اړتياو سره سم په دوامدراه توګه د خپل کادري استادانو او اداری کارمندانو د ظرفيتونو او مهارتونو د لوړاوي په منظور؛ ماستري، دوکتورا،  او لنډ مهال ورکشاپونو ته داخلي او خارجي پوهنتونونو ته وليږي.  دغه پوهنځي په خپل چوکات کښي يو څيړنيز مرکز، د کيفیت د ارتقاله څانګه او  PDC   مرکز لري.

څېړنيز مرکز:

دا چي د نړی په کچه د اکادميکو مرکزونو لپاره څيړنه يو اړينه هدف تشکيلوي، نو په دې ترڅ د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی دا مرکز د استادانو او محصلانو له پاره د څيړني د ترسره کولو زمينه مساعده کوي او هڅې کوي، چي د داخلي او خارجي موسساتو څخه د څېړنو له پاره فنډ ترلاسه کړي. دغه مرکز د استادانو د خارجي او داخلي فند ورکوونکو موسساتو ترمنځ د  يو پل حثيت لري. په دې مرکز کښي مجرب او ماستر استادان د يو ټيم په توګه کار کوي.

مسؤل  پوهنيار وحیدالله بريال

د تماس شمېره: +707676885

ایمل ادرس: baryalwaheedullah@gmail.com

د کيفيت د ارتقا څانګه:

ښووني او روزني پوهنځي دخپل تعهد او ژمنتیا سره سم د کميت ترڅنګ پر کيفت باندې هم ټنګار کوی او په دې هڅه کي دی، چي د کميت ترڅنګ اداري، تدريسي، اکادميکي او څيړنيز کيفیتونه ته هم ارتقا ورکړي. نو په دې موخه دغه څانګه د ښوونې او روزني پوهنځي په چوکات کښي د لومړی ځل لپاره په ۱۳۹۱ ل. ل. کال کي ايجاد او د نړيوالو نورمونو په پوره کولو سره يولس ګوني معيارونه پرځان باندې تطبيقوي. چي خوشبخانه د لږ وخت په موده کښي درې ديپارتمنتونه، بيولوژي، دري او  رياضې څانګي د يولس معيارونو په تطبيق سره د کندهار پوهنتون د ار اتقاه مرکز له لوري د کاميابي نمرې ترلاسه کړي او موږ يقين لرو، چي په راتلوونکو کي زموږ ډير نور ډيپارتمنتونو د کاميابي نمرې ترلاسه کړي.

مسؤل: پوهنيار خادم حسين سعيدي

د تماس شمېره: ۰۷۰۷۸۶۵۱۱۳

ایمل ادرس: Khadem.saeedi@gmail.com

د PDC  مرکز :

د استادانو د ظرفيت لوړوني مرکز  Professional Development center  د ښووني او روزني پوهنځی په چوکات کښي په ۱۳۸۶ ل کال کښي د بانک جهاني په مالي ملاتړ تاسيس او د هغه نېټې څخه وروسته په پرله پسي توګه د استادانو د ظرفيت د لوړولو په موخه  پيدا ګوژيک ورکشاپونه دايروي.  د دې مرکز اصلي هڅه داده، چي  د ښووني او روزني پوهنځی استادانو ته په نوی او تازه مهارتونه ور وپيژني. دا چي د زده کړي نوعيت او ډول د تکنالوژي د پرمختګ سره او هم د پوهې د پراختيا سره د تدريس طریقې بدلون مومي؛ نو په دې اساس دغه مرکز هڅه کوي، چي زموږ  د تدريس او ښوونيز پروسه د نړيوالو ميتودنو سره مل کړی.

دغه مرکز اوسمهال د FPDC   Faculty professional development center  په توګه پيژندل کېږي او د اړتياوي پر اساس نه يواځي خپل فعاليت د ښووني او روزني په چوکات کښي محدودوي بلکه د ټول پوهنتون استادان تر پوښښ لاندې راوړي. علاوه پر دې  دغه مرکز هڅه کوي، چي د معارف د ستونز په درکولو سره د مختلفو څانګو له پاره د معلمانو لپاره پيداګوژيک کورسونه داير کړئ.