د طب پوهنځی امکانات:

کادري روغتون:

طب پوهنځی کادري روغتون  لري. نوموړی روغتون د کندهار ښار ختيځه برخه کي موقعيت لري. د نوموړي ساحې مساحت ۶۸ جريبه دي. د طب پوهنځی له پاره په راتلونکي کي د هر څومره نوو ودانيو د جوړولو له پاره بسنه کوي. طب پوهنځی د شلو کلنو را په دې خوا د نورو پوهنځيو په شان د پوهنتون په انګړ کي خپلي چاري پر مخ وړلې. د ۱۳۹۱ په وروستيو مياشتو کي طب پوهنځی ددې له پاره چي په چارو کي لاښه والي او اغېزمنتوب را منځ ته سي د نوموړي روغتون انګړ ته ټولي اړونده څانګي ولېږدولی.

کتابتون:​

طب پوهنځی ځان ته بېل کتابتون لري. نوموړي کتابتون په انګليسي، پښتو، او دري ژبو باندي د زرګونو ټوکه کتابونو د لرلو له کبله غنيتوب ته نيږدې دي.