د کندهار پوهنتون د تضمین کیفیت د آمریت لخوا د حفظ سند د نوي چک لست د تشریح یو ورځني ورکشاپ دائر سو
د کندهار پوهنتون د تضمین کیفیت د آمریت لخوا د حفظ سند د نوي چک لست د تشریح یو ورځني ورکشاپ دائر سو
پنج شنبه، ۲۶ جمادی الثانی ۱۴۴۴ هـ.ق
یاد ورکشاپ د کندهار پوهنتون د تضمین کیفیت د غونډو په تالار کي په داسي حال کي دائر سو، چي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالستار حقاني، د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي، د تضمین کیفیت مسؤل، د پوهنځیو رئېسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړي و.
د غونډي په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم د ورکشاپ پر ارزښت خبري وکړې او د کندهار پوهنتون د تضمین کیفیت په پروسې کي د کندهار پوهنتون د ټول پرسونل څخه مننه او د هغوي د ستړياو کور ودانی يي ووایه.
هغه وویل موږ ته سپارل سوي مسؤلیت؛ د امانت حیثیت لري او دا امانت به په ښه توګه ساتو او هر یو د خپل مسؤلیت جواب ویونکي دي.
عاصم صاحب په خپلو خبرو کي وویل، چي ټول باید په ګډه د کندهار پوهنتون و کیفیت ته کار وکړو.
همدارنګه د علمي چارو مرستیال پوهینار عبدالخالق چوپان د غونډي د ګډونوالو څخه د تضمین کیفیت د پروسې په برخه کي د فعالیت او ستړیاو مننه وکړل او د راتلونکي ارزوني له پاره ئې د پوره اماده ګۍ غوښتنه وکړل؛ تر څو موږ په ارزونه کي بریالي او ښې نومرې ترلاسه کړو او ترڅنګ ئې له ګډونوالو څخه په ورکشاپ کي د فعاله کډون غوښتنه وکړه.
د انجینرۍ پوهنځي استاد پوهنمل احمدالله هلالي هم د تضمین کیفیت د پروسې په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
د ویناو څخه وروسته د حفظ سند د نوي چک لست د تشریح یو ورځني ورکشاپ د تضمین کیفیت د سرپرست آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد لخوا څخه د ورکشاپ ګډونوالو ته ورکړل سو.