د ښووني او روزني پوهنځی لنډه پېژندنه:
د ښووني او روزني پوهنځی د کندهار پوهنتون په چوکات کي په ۱۳۸۲ کال کښي، يواځي د رياضي ديپارتمنت سره، د زارعت، طب، انجنيري پوهنځيو څخه وروسته تاسيس سو. چي په پيل کي يواځي ۲۰ تنه محصلان په همدې پوهنځی کي جذب او د څلور تنو استادانو له خو ورته تدریس کېده. د دې پوهنځی د تاسيس اصلي موخه زموږ د وياړلي هېواد د معارف په ډګر کښي د ستونزو درک وو، دا چي په دې هېواد کښي د څولسيزو جګړو څخه وروسته زموږ ښوونيز نظام د ړنګېدو سره مخ وو، نو کندهار پوهنتون رهبريت د لوړو زده کړو وزارت د هڅو سره يو ځای د دې پوهنځی د تاسيس ډبره کښېښوده. د تاسيس څخه تر اوسه د ښووني او روزني پوهنځی د درو 3000)) زرو څخه زيات نارينه او ښځينه محصلان جذب کړي. چي له نیکه مرغه د شمېر له کبله د ښووني او روزني پوهنځی د ټولو پوهنځيانو په پرتله يوه مخکښ پوهنځی دی. د دې پوهنځی محصلان په مختلفو څانګو کي په دوو شفتونو کي سهار او ماپښين په تحصيل بوخت دي، چي د ۶۴ تنو استادانو له خوا ورته تدریس کېږي. دا پوهنځی په خپل چوکات کښي د شپې پوهنځی هم لري، چي د لومړی ځل له پاره په ۱۳۸۹ ل. کال کي ايجاد سو او د تا سيس څخه وروسته په پرله پسي توګه فارغين د پښتو، رياضي، بيولوژي، انګليسي، دري، کېميا، اسلامي ثقافت، جغرافیه، بدني روزنه او تاریخ د څانګو څخه ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کوي. په دې برخه کي دولتي مامورين او آزاد اشخاص، چي د ورځي له خوا مصروفيتونه لري او د شپې له خوا ورته د تحصيل زمينه مساعده سوی ده.
علاو د شپې پر پوهنځی، دغه پوهنځی داخل خدمت محصلان د يوې ځانګړي ازمويني د آخيستلو څخه ورسته جذبوي او د لومړی ځل له پاره په کال ۱۳۸۹ د دارالمعلمینونو د فارغينو څخه امتحان واخيستل سو او د هغه څخه وروسته په پرله پسي توګه دا لړی جريان لري. په دې برخه کښي يواځي هغه کسان ګډون کولای سي، چي په دولتي ښوونځيو کي برحاله ښوونکي وي.
ليرليد:
د ښووني او روزني په ډګر کښي د پياوړي او سېکمن فکري بدلون او پر مختګ راوستل
رسالت:
د افغاني ټولني له پاره د پياوړو او مسلکي ښوونکو روزل او د ګټور او تکړه ښوونيز او روزنيز سيستم ايجادول.
هدف:
داسي علمي او اکادميک کادرونه روزل، چي په ملي او نړي واله کچه منلي، اسلامي او افغاني فرهنګ ته وفا دار او د هغه د پياوړتيا او پراختيا له پاره کار وکړي.
ارزښتونه:
د ملي او اسلامي شؤناتو درناوی
د ولس د معنوي او مادي پرمختګ او ودي ټینګ هوډ
د بشر د ژوند لوړ مقام او انساني کرامت ته در ناوی
د ټولنيزو مسؤليتونو پېژندنه
د خپلي پوهي په مرسته نورو ته ګټه رسونه
محصلانو ته د لوړ او آزاد فکر روحيه ورکول
د خپل فرهنګ او دودونو وده او پراختيا
د ژورو علمي څېړنو او نوښتونو لور ته پاملرنه
مسلکي- علمي پوهه
ډله ايز کار او يو له بله سره همکاري
د ټولني راتلونکو نسلونو ته د ښووني او روزني د درانه مسؤليت د احساس لېږد.
د داخل خدمت برخه:
د ښووني او روزني پوهنځی د لومړي ځل له پاره په ۱۳۸۹ ل.کال کښي د داخل خدمت له پاره د تحصیل زمينه مساعده کړه.
د داخل-خدمت د شمولیت شرايط
د هغو ښوونکو د شمول شرايط، چي د ۱۴ م ټولګي د مؤسساتو څخه فارغ سوي په لاندي ډول دي:
- د پوهني وزات له خوا د ۱۴م ټولګي د فراغت تاييد سوی سند.
- د پوهني وزات له خوا د ۱۴م ټولګي تاييد سوي د تحصیلي دوري نمرې(ترانسکريپت).
- د پوهني وزات له خوا او يا د پوهني رياست له خوا د برحاله ښوونکي تصديق.
- د تحصیلي سند مشخصوالي (رشته او څانګه يې بايد مشخص سوی وي).
- د ځانګړي امتحان ورکول
د ۱۳۸۸ ل.کال څخه مخکي فارغ ، په يو کال تنزيل په اړوند څانګه کي شامليږي.
د ښووني او روزني پوهنځی اوس مهال ۶۴ تنه کادري استادان لري، چي د هغه له جملې څخه ۱۹ تنه ماستران، يو تن دوکتور او ۴۴ تنه ليسانس دي. د ا پوهنځی هڅه کوي، چي د لومړيتوبونو پر اساس او د څانګو د اړتياو سره سم په دوامدراه توګه د خپل کادري استادانو او اداري کارمندانو د ظرفيتونو او مهارتونو د لوړاوي په منظور؛ ماستري، دوکتورا، او لنډ مهال ورکشاپونو له پاره داخلي او خارجي پوهنتونونو ته وليږي. دغه پوهنځی په خپل چوکات کښي يو څيړنيز مرکز، د کيفیت د لوړاوي څانګه او PDC مرکز لري.
څېړنيز مرکز:
دا چي د نړی په کچه د اکادميکو مرکزونو له پاره څيړنه او څيړنيز مرکز خورا اړين وي، نو په دې خاطر د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی دا مرکز استادانو او محصلانو ته د څېړني د ترسره کولو زمينه مساعده کړی او هڅه کوي، چي د داخلي او خارجي مؤسساتو څخه د څېړنو له پاره فنډ ترلاسه کړي. دغه مرکز د استادانو د خارجي او داخلي فند ورکوونکو موسساتو ترمنځ د يو پل حیثت لري. په دې مرکز کښي مجرب او ماستر استادان د يو ټيم په توګه کار کوي.
د کيفيت د ارتقا څانګه:
ښووني او روزني پوهنځی د خپل تعهد او ژمنتیا سره سم د کميت ترڅنګ پر کيفت باندي هم ټينګار کوي او په دې هڅه کي دی، چي د کميت ترڅنګ اداري، تدريسي، اکادميکي او څيړنيز کيفیتونو ته هم ارتقا ورکړي. نو په دې موخه دغه څانګه د ښووني او روزني پوهنځی په چوکات کښي د لومړي ځل له پاره په ۱۳۹۱ ل.کال کي ايجاد او د نړيوالو نورمونو په پوره کولو سره يولس ګوني معيارونه پرځان تطبيقوي، چي له نیکه مرغه په لږ وخت کښي درې ديپارتمنتونه، بيولوژي، دري او رياضې څانګي د يولس معيارونو په تطبيق سره د کندهار پوهنتون د ارتقاء مرکز له لوري د کاميابي نمرې ترلاسه کړي او موږ يقين لرو، چي په راتلوونکي کي زموږ ډير نور ډيپارتمنتونو د کاميابي نمرې ترلاسه کړي.
د استادانو د ظرفیت لوړوني مرکز:
د استادانو د ظرفيت لوړوني مرکز Professional Development center د ښووني او روزني پوهنځی په چوکات کښي په ۱۳۸۶ ل کال کښي د بانک جهاني په مالي ملاتړ تاسيس او د هغه نېټې څخه وروسته په پرله پسي توګه د استادانو د ظرفيت د لوړولو په موخه پيدا ګوژيک ورکشاپونه دايروي. د دې مرکز اصلي موخه داده، چي د ښووني او روزني پوهنځی استادانو ته نوی او تازه مهارتونه ور وپېژني. دا چي د زده کړي نوعيت او ډول د تکنالوژي د پرمختګ سره او هم د پوهي د پراختيا سره د تدريس طریقې بدلون مومي؛ نو په دې اساس دغه مرکز هڅه کوي، چي زموږ د تدريس او ښوونيزه پروسه د نړيوالو ميتودنو سره مله کړي.
دغه مرکز اوسمهال د FPDC Faculty professional development center په نامه پيژندل کېږي او د اړتياوو پر اساس نه يواځي خپل فعاليت د ښووني او روزني پوهنځی په چوکات کښي محدودوي بلکه د ټول پوهنتون استادان تر پوښښ لاندې راولي. علاوه پر دې دغه مرکز هڅه کوي، چي د پوهني د ستونز په درکولو سره د مختلفو څانګو د ښوونکو له پاره پيداګوژيک کورسونه داير کړي.