د انګليسي ژبي او کمپيوټر زده کړي مرکز (ELCLC)

د انګليسي ژبي او کمپيوټر د زده کړي مرکز ELCLC

 

پېژندګلوي:

(ELCLCs) په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا تمويليږي او د تعليمي ملاتړ کوونکي سازمان (ESO) له خوا چي يوه غير حکومتي او غير انتفعي سيمه ييزه مؤسسه ده پلي کيږي. دغه مرکزونه د افغانستان په شپږو لويو پوهنتونو کي لکه د کابل پوهنتون، د کابل د پولي تخنيک پوهنتون، د بلخ پوهنتون، د هرات پوهنتون، د کندهار پوهنتون او د ننګرهار پوهنتون کي فعاليت کوي.

ELCLC د افغانستان د انګليسي ژبي د الکترونيکي روزني د ملاتړ کوونکي پروژې (AeLESP) ځای ناسته ده. AeLESP د ۲۰۱۱ع. کال د جنوري مياشتي څخه تر ۳۱ مي نېټې پوري په افغانستان کي د امريکا د متحده آيالاتو د سفارت له خوا تمويل سوې وه. AeLESP همدارنګه د افغانستان د الکترونيکي کيفيت د پروژې (AeQA) ځای ناستی و، چي د ۲۰۱۰ع. کال د دسمبر مياشتي تر ۳۱ مي نېټې پوري د USAID له خوا تمويلېده.

موخه:

ددې مرکزو موخه د افغانستان په پوهنتونونو کي د انګليسي ژبي او د کمپيوټر د زده کړي پياوړتيا ده ترڅو وکولای سو له کپيوټر څخه په کار اخيستني سره او د نړيوالو معيارونو سره سم د پوهنتون استادانو او زده کوونکو له پاره د انګليسي ژبي چي په دفتري چارو کي د خپل ځاني وړتياوو څخه ګټه پورته کړي او د انټرنيټي وړتياوو په برخو کي د زده کړي زمينه برابره کړو.

د ELCLC خدمات:

د افغانستان د پوهنتونو د پوهنځيو استادان، محصلين او کارکوونکي د خپلو کاري چارو په برخه کي د نړيوالو معيارونو د ساتني له پاره بايد د انګليسي ژبي او معلوماتي تکنالوژي سره بلدتيا ولري. د ELCLC په کورسونو کي د افغانستان د پوهنتونونو د پوهنځيو د مختلفو ديپارتمنټونو استادانو او زده کوونکو له پاره د یوې بهرنۍ ژبي په توګه د انګليسي ژبي (English as Foreign Language)، د معلوماتي او ارتباطي تکنالوژۍ او د ځانګړو موخو له پاره د انګليسي ژبي (English as Specific Purpose (ESP) روزنه شامه ده چي د ماهرو ښوونکو له خوا پرمخ بېول کيږي.

نوموړي مرکزونه د کمپيوټرونو په لابراتوارونو، د انټرنيټ او بې سيم آسانتياوو، د کمپيوټر په واسطه د ژبي د روزني تکنالوژي (Computer Aided Language Learning (CALL)) سمبال دي. د يادو روزنيزو پروګرامونو نصاب د Washington State پوهنتون له خوا جوړ سوی دئ چي پر نړيوالو معيارونو برابر دئ.

دا مرکزونه د هغو نارينه او ښځينه زده کوونکو له پاره چي د خپلو علمي مهارتونو د ودي په موخه غواړي د انګليسي ژبي او د کمپيوټر زده کړي تر سره کړي، يوه مهمه سرچينه ګڼل کيږي.

د انګليسي ژبي او د کمپيوټر د روزني د مرکزونو مهم خدمتونه:

(TMM) TellMeMore:

ELCLC د يوې دويمي ژبي په د انګليسي ژبي د روزني له پاره له يوه سافټوير څخه چي TMM څخه کار اخلي. TMM چي يو جايزه ګټوونکی سافټوير دې داسي طرح او جوړ سوی دئ چي د انګليسي ژبي په چوکاټ کي سته ټولي څلوري برخي لکه خبري کول، اورېدل او پوهېدل، لوستل او ليکل رانغاړي او د هغې ترڅنګ د ږغ د پېژندني له پاره په يوه داسي پرمختللی تکنالوژي باندي سمبال دئ چي کولای سي د زده کوونکو سره د هغوی د تلفظ د ودي په برخه کي مرسته وکړي.

TMM د روزني په ټولو برخو کي د ډېرو غورو تمرينونو په يوه ټولګه باندي هم سمبال دئ، ددغه سافټوېر څخه استفاده ډېره ساده ده او هغه زده کوونکي چي کمپيوټر سره ډېره آشنايي هم و نلري کولای سي چي دغه سافټوېر په آسانه توګه وکاروي. دغه سافټوېر زده کوونکو ته په ټولو برخو کي د لومړنۍ کچي څخه بيا تر سوادګرۍ په ډګر کي د انګليسي ژبي د زده کړي آسانتيا برابروي.

د ELCLC خاص خدمات د انګليسي ژبي په برخه کي:

  • (Tell Me More) TMM
  • (Computer – Assisted Language Learning) CALL
  • (Writer’s Companion) WC
  • E-Learning الکترونيکي زده کړي
  • TOEFL Pre Class د ټافل د چمتووالي ټولګۍ
  • Academic Writing Course د اکاډيميکي ليکني کورس
  • Fast Track (English Language Short Term Course) د انګليسي ژبي لنډ مهاله کورس

د ELCLC خاص خدمات د کمپيوټر زده کړي په برخه کي:

ICDL (د کمپيوټر د استعمال له پاره نړيوال جواز)

ICDL د عملي مهارتونو او وړتياوو آزموينه ده او په اوو برخو کي د کمپيوټر نظري او عملي زده کړه په پکښي شامله ده. د ICDL او يا ECDL ( د کمپيوټر د استعمال له پاره اروپايي جواز) د بري ليک د ترلاسه کولو له پاره دي غوښتونکي بايد په ټولو اوو برخو کي خپله آزموينه په برياليتوب سره تر سره کړي.

د ECDL/ICDL لومړۍ برخه په ټوليزه توګه د کمپيټر د مفاهيمو آزموينه ده او د هغې د دويمي برخي څخه تر اوومي برخي پوري ټولي عملي آزمويني دي.

  1. برخه: د معلوماتي او ارتباطي تکنالوژي (ICT) مفاهيم
  2. برخه: له کمپيوټر څخه کار اخيستنه او د فايلونو مديريت
  3. برخه: د کلمو کارول يا Word Processing
  4. برخه: د اکسيل خپرونه يا Spreadsheet
  5. برخه: له ديټابیسونو څخه کار اخيستنه
  6. برخه: پريزينټېشن 
  7. برخه: د انټرنيټي خدماتو څخه ګټه اخيستنه

برېښنايي زده کړه:

په پورتنيو برخو کي د ياده خدمتونو سر بېره، زموږ مرکزونه د خپلي روزني د کيفيت د کچي د لوړولو له پاره د برېښنايي لارو څخه هم کار اخلي. برېښنايي زده کړه د زده کړي يو نوی ډول دئ چي له کمپيوټر، نورو برقي وسايلو او د انټرنيټ تکنالوژۍ څخه پکښي کار اخيستل کيږي او دا ټول په ګډه د زده کوونکو او ښوونکو له پاره يو داسي چاپېريال رامنځته کوي چي په هغه کښي زده کوونکي بايد ډېر کار وکړي.

د صنفونو ظرفيت:

د ELCLC د کمپوټر په ټولګيو کي پنځوس پايې کمپيوټران چي په دوو لابراتوارو کي سره تنظيم سوي دي په يوه وخت کي د پنځوسو کسانو ظرفيت لري. چي د ورځي په جريان کي د دوولسو درسي صنفونو په جوړولو سره په مجموعي ډول ۳۰۰ زده کوونکو ته روزنه ورکولای سي.