د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز

 پاچاخان علمي څېړنيز مرکز

 

د مرکز پېژندنه:

د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز په ۱۳۸۷ل. کال کي د د ولس مشر په هدايت د فرهنګي چارو مشاور وزير زلمي هيوادمل له خوا تاسيس سو.

په ګران هيواد افغانستان کي څو دېرش کلني جګړې د ژوند ښې او ښادۍ راڅخه اخيستي دي. د انسانانو زړونه مو له کرکي ډک دي، ورور له وروره، زوی له پلاره، وراره له تره سره تر ګرالبو نيولي دي، سترګي مو سرې دي، د انسانانو په وژنه مو لوهه نه ماتيږي.

که يو څه په ځير وګورو، دا را پېښ د چا له لاسه دي؟ او د چا له پاره؟ ددې ګردو ناخوالو، لانجو او شخړو د حل يوازنۍ لاره له زورزياتي او احساساتو څخه ځان ساتل دي. په زغم او حوصله کي د انسانانو ترمنځ مينه، لورينه، ورورولي او خلوص ډېريږي.

دا مرکز غواړي چي په خپله ټولنه کي د انسانانو ترمنځ ربړي او ناخوالي، کړاوونه او کړکېچونه، لانجې او شخړي په زغم، تدبير او درايت سره ورکي سي. ددې له پاره د فخر افغان (پاچاخان) غوندي ستر مفکر او د نورو سترو نومياليو له پوهي او تجربو څخه بايد ګټه پورته سي.

زغم، لورينه، مينه او نه زورزياتی (عدم تشدد) د پېغمبرانو لاره ده.

لېرليد:

په بشري ټولنه کي په ځانګړې توګه په افغاني ټولنه کي د انسانانو ترمنځ ربړي او ناخوالي، کړاوونه او کړکېچونه، لانجې او شخړي، په لوی زغم، لوړ تفکر، پاخه درايت او ژور تدبير سره له منځه اخيستل.

موخه:

فخر افغان او د نه زورزياتي او روغي جوړي د تګلاري سترو نومياليو په خپله لوړه پوهه او ژوره تجربه د انسانانو ترمنځ د روغي او سولي لاره تل غوره بللې، د سولي دغه ستر ارمان ته د رسېدو له پاره د نومياليو دا تګلاره خپلول او پالل.

بنسټيز ارزښتونه:

  • د اسلامي اصولو، مقدساتو، ملي شؤناتو او انساني ژوند ته درناوی.
  • له تشدد، ظلم، شخړي او جګړې څخه کرکه.
  • د لانجو او شخړو حل ته علمي او عملي حل لاره.
  • د ګډ ژوند او ګډ کار هنر.
  • د علمي څېړنو او نوښتونو پالنه او هڅونه.

دندي:

  • د پاچاخان د ژوند، شخصيت، د آزادۍ غوښتني او سولي خوښوني د هڅو علمي څېړنه.
  • د نه زورزياتي (عدم تشدد) د تګلاري پېژندنه او پالنه.
  • د نه زورزياتي د فلسفې په اړه د کتابونو، خپرونو او مستندو فلمونو خپرېده او د هغه د توضېح او تشريح له پاره د علمي کنفرانسونو، څېړنغونډو او ورکشاپونو جوړېده.
  • په هيواد او سيمه کي د اوسنيو غميزو د سوله ايزي لاري لټون.