د کار موندنی مرکز

د کارموندني مرکز پېژنده:

د کندهار پوهنتون د کار موندني مرکز په افغانستان کي  دلومړي ځل له پاره په کندهار پوهنتون کي د ٢٠١١ م کال د اکتوبر په مياشت کي د پوهنتون د مشرتابه په هلو ځلو او ابتکار د بالسټېټ  پوهنتون سره په تواميت کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت په مالي مرسته تاسيس سو. نوموړى مرکز څلور  تنه کارمندان لري چي  يو تن د مسئول ، دوهم د تنظيموونکي ، درېيم د اړيکو د مسئول او څلورم  د ښځينه برخي سره د ليدني او کتني د مسئولي په توګه ګمارل سوي دي، نوموړي کارمندان د مسلکي زده کړي په موخه د لڼد مهال لپاره د ماليزيا هيواد د مالايا پوهنتون ته د بالسټېټ پوهنتون په مالي ملاتړ لېږل سوي.

لېرليد:

د کندهار پوهنتون د کارموندني مرکز د ديني ملي او ټولنيزو ارزښتونو  په نظر کي نيولوسره د بيکارۍ په وړاندي مبارزه کوي.د ټول هيواد او په ځانګړې توګه د کندهار دپوهنتون د محصلينو او فارغينو کاري وړتياوو ته وده ورکول، له فارغينو سره د ا ړيکو د يو منظم ميکانيزم ايجادول د کار ګمارونکو د اړتياو پيژندل او په اړونده برخو کي د پوهنتون له لاري ټولني ته د معياري خدماتو وړاندي کول د مرکز له لومړيتوبونو څخه دي.

رسالت:

د کندهار پوهنتون د کارموندني مرکز د فراغت څخه وروسته د مناسبو خدماتو په وړاندي کولو سره د کندهار پوهنتون د تدريس کيفيت ته وده ورکوي. ياد مرکز محصلينو ته د فراغت څخه وروسته د کاري اهدافو په ټاکنه، د کار موندني پر لارو چارو او له ليسانس پورته زده کړو په برخو کي لارښووني کوي.د کندهار پوهنتون دکارموندني مرکز  له مختلفو ټولنو  او کار ګمارونکو سره د خپلو اړيکو له لاري محصلينو ته د زده کړي په جريان کي او هم له فراغت څخه وروسته د کار موندني موقع برابر وي.

اهداف:

و جاري محصلينو ته تحصيل په جريان کي د کار زمينه او وفارغه کيدونکو محصلينو ته د مسلکي دندي پيدا کول.

د محصلينو اړيکي  دولتي او نا دولتي ارګانوسره جوړول تر څو  ددوى مسلکي وړتياوي لوړي او د موجوده  بازار موندني او مارکيټ څخه خبر سي.

د فارغه محصلينو ټولنه او اتحاديه جوړول تر څو دوى نور محصلينو ته د کار زمينه مساعده او نوو دندو يې  کړي.