مرکزي لابراتوار

د مرکزي لابراتوار لنډه تاريخچه:

په کندهار پوهنتون کي د مرکزي لابراتوار تر جوړېدو مخکي د محصلينو د علمي کچو د لوړولو په موخه عملي تجربې په اړونده پوهنځيو کي په وړو وړو لابراتوارونو کي سرته رسېدلې. دغه کوچنيو لابراتوارونو د پوهنتون په ښوونه او روزنه، کرهڼه، انجينري او طب پوهنځيو کي شتون درلود، چي د ظرفيت له مخي ډېر واړه او د زياتو محصلينو د ځايولو محدوديتونه په ټولو پوهنځيو کي موجود وه او د يوه پراخ لابراتوار د جوړېدو اړتيا ډيره احساسيدله.

بالاخره د پوهنتون د ماسټر پلان سره سم  په کندهار پوهنتون کي د مرکزي لابراتوار د جوړېدو کار په ۱۳۹۰ل. کال کي د کاناډا د هيواد په مالي مرسته د Agri-team ادارې له لوري پيل او په ۱۳۹۱ل. کال کي  يې د جوړېدو ټولي چاري پای ته و رسېدلې او ګټي اخيستني ته اماده سو.

نوموړی لابراتوار چي په دوه پوړه کي ودان سوی دئ. دا لابراتوار په ټوليز ډول د لاندنيو ودانيزو آسانتياوو درلودونکې ده:

لمړی پوړ:

  • د سيول څانګه
  • د جيولوجي څانګه
  • د خاوري څانګه
  • د هايډراليکس څانګه
  • زېرمتون
  • د نوم ليکني يا رجسټر له پاره پراخه ساحه

دوهم پوړ:

  • د آمريت دفتر
  • د کېميا څانګه
  • د بيولوژي څانګه
  • د فزيک څانګه
  • د پلانټ پتالوژي څانګه
  • د غونډو تالار

پورتنی ذکر شوي ټولی څانګی په بشپړه توګه د کار لپاره چمتو او تر ډېره بريده دبېلا بېلو پوهنځيو د کوچنيو لابراتوارونو څخه مسلکي سامانونه اړونده څانګو ته انتقال سويدي.