څیړنیز مرکز

د ژبو او ادبياتو د پوهنځي څېړنيز مرکز

پېژندنه: 

د ژبو او ادبياتو پوهنځی څېړنو مرکز د کندهار پوهنتون د څېړنيز مرکز تر چتر لاندي او د کندهار پوهنتون د علمي چارو د معاونيت تر مستقيمي څارني لاندي په ۱۳۹۵. ل کال کي فعاليت را پيل کړی.

د ژبو او ادبياتو پوهنځی څېړنو مرکز په کندهار پوهنتون د څېړنيز مرکز کي د کمېټې یو ناظم لري چی هغه په پوهنځي کي د څېړنو کولو، تنظیمولو، نظارت کولو او راپور ورکولو دنده په غاړه لرئ. او همدا څېرنیز مرکز دي چي د دوو څانګولکه د پښتو او انګلیسي ژبو او ادبیاتو څانګو څخه د کمېټې غړي لري چي د په پوهنځی کي د څېړنو لپاره یوځای کار کوي. یاد څېړنیز مرکز په پوهنځی کي پر بېلابېلو موضوعاتو یو ځل غونډه نیسي او د کندهار پوهنتون څېړنیز مرکز ته راپور ورکوي. 

د کندهار پوهنتون د څېړنيز مرکز لپاره د پوهنځي د کمېټو مسؤلین:

  • پوهیالی مطیع الله روهیال
  • پوهیالی نثار احمد آریا
  • پوهیالی حبیب الله پوپل
  • پوهنیار ذبیح الله ادبپال

د ژبو او ادبياتو پوهنځی څېړنو مرکز تر اوسه لاندي څېړني لري:

انګلیسي ژبه وسیله ده که وسله؟ څېړونکی پوهنیار ذبیح الله ادبپال

لېرليد:

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څېړنیز مرکز به د ملي او نړیوالو ژبو او ادبياتو یو پياوړي مرکز وي چي پر مهمو اثارو او موضوعاتو به څېړنه کوي. 

موخي: 

  •   د ژبو او ادبياتو پوهنځي د استادانو له پاره د څېړنو زمينه، تشويق او هڅونه.
  • د څېړنو له پاره د مهمو موضوعاتو په ټاکلو کي مشورې ورکول.
  •  د ارزښتناکو څېړنيزو ورکشاپونو او سيمينارونو جوړول.

رسالت:

په هيواد کي دننه او د نړۍ د بېلا- بېلو ژبو او ادبياتو په برخه کي د څېړنيز بهیر ملاتړ او د هغه د لا پياوړتيا له پاره د معياري روزنیزو پروګرامونو نېول.

بنسټيز ارزښتونه:

  •  د اسلامي او بشري قوانينو په روڼا کي فعاليت.
  •   مسئوليت پېژندنه او همکاري.  
  •    پر مهمو علمي او ادبي تشو باندي کار کول.