انگلیسي څانگه

د انګلیسي ژبي او  ادبیاتو څانګه

پېژندګلوي:

 دانګلیسي ژبي او  ادبیاتو څانګي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د تأسیس سره سم په ۱۳۹۳ ل. کال کي یو ځای په کار پېل وکړ.یاده څانګه شاوخوا  ۱۷۹ تنه نارینه او ښځینه محصلین لري چي اساسي،مسلکي او  اختیاري مضامین دسهار او ماپښین له خوا زده کوي.

د انګلیسي ژبي او  ادبیاتو څانګه محصلانو ته د انګلیسي ژبي او ادبیاتو تدریس کوي؛ په ژبه کي، څلورګوني تکړه توبونه، د مطالعې تکړه توبونه او د ژبي د زده کړي تکړه توبونه ورزده کوي او یاده څانګه دادبیاتو بېلابېل ادبي ژانرونه او  ډولونه لکه برتانوي، امریکائي او نړیوال ادبیات تدریسوي. 

د انګلیسي ژبي او  ادبیاتو څانګه لاندي علمي کادري غړي لري:

لېرلید:

د انګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګه به د هیواد او سیمي په کچه د انګلیسي ژبې لیکوالانو، ژبپوهانو، ژباړونکو، ددې ژبي ویونکو او استادانو په روزنه کي یو علمي او مسلکي څانګه وي.

رسالت:

انګلیسي څانګه هڅه کوي چې  د پوهانو، کره کتونکو او تل پاته زده کوونکو داسي یوه روڼاندي ژمنه ټولنه وروزي چي ادبي، ژبنۍ او انګلیسي ژبي زده کړي په علمي او عملي چوکاټ کي وکاروي او د زده کړیالانو  ادبي شالید چي علمي وړتیاوي، انساني، ډول ډول کلتوري او هنري پوهي ته د څانګي د بنسټیز تعلیمي نصاب له مخي وده ورکړي. 

موخي:

  •     د انګلیسي څانګه به وکولای سي چي:
  •   ادبي تاریخ، ادبي تیوري او ادبي فارمونه تر خپلو محصلینو ور وسوي
  •     د انګلیسي ژبي د اکاډیمکو کیلوالانو روزنه
  •    د انګلیسي ژبي او ژبپوهني په بېلابیلو برخو کي کار کول
  •    ددې څانګي څخه داسي فارغان تیارول چي انګلیسي ژبه د عامو او خاصو اهدافو لپاره وکاروي
  •   ددې څانګي څخه داسي فارغان روزل چي په خپله او انګرېزي ژبي مسلکي ژباړونکي وي.
  •    د هیواد د اسلامي او دودیزو ارزښتونو په رڼا کي لوړو علمي معیارونو ته رسېدل.

ارزښتونه:

  • ټولو اسلامي، ټولنیزو، ملي او انساني ارزښتونو ته درناوی.
  • د لوړو زده کړو ټول اصول او قوانین پلي کول.
  •  د کندهار پوهنتون او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ټول علمي او اداري اصول او قوانین پلي کول. 

              د انګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګي د آمر ژوند لیک                                                               

رحمت الله کټوازی، د حاجي دریاخان زوی د پکتیکا ولایت، یوسف خېل ولسوالي د بوخانخېلو په کلي کې په ۱۳۷۰ کال کې زوکړی دئ. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ئي د خپلې ولسوالۍ په مرکزي لېسه ، یوسف خېل عالي لېسه، کې کړي او په  کال ۱۳۸۸ کال د یادې لېسې څخه فازغ سوئ دئ. تر فراغت وروسته د کانکور ازموینه ورکړې او د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ته بریالی سوې دئ. په کال ۱۳۸۹ کې ئي په کندهار پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړي دښوونې او روزنې پوهنځي د انګرېزي په څانګه کې  پیل کړیدي. د محصلیۍ په دوران کې د خپلو درسونو پر مخ بیولو پر څنګ، په لېسه او انګرېزي ژبې په مراکزو کي يي هم د استاد په حیث دنده تر سره کړې چې د ادارو له خوا په ستاینلیکونو هم نازول سوې دئ.  په کال ۱۳۹۰ کې هم د انګرېزي څانګې د امریت له خوا د فعاله محصل په توګه یو ستاینلیک ورکړل سوئ دئ. بهرني سفرونو ته نه دئ تللئ خو د افغانستان په داخل کې ئي ځینو ولایاتو ته سفرونه کړيدئ. په ۱۳۹۳ کال کې له کندهار پوهنتون څخه فارغ سوئ او په یاد کال کې د همدې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له تأسیس سره سم مقرر سوئ دئ. علمي رتبه ئي پوهیالی ده.

اړیکشمېره: ۹۳۷۹۶۰۳۹۴۷۷+

 

برېښنالیک پته: rahmat.katawazai@yahoo.com