پښتو څانګه

د پښتو ژبي او  ادبیاتو څانګه

پېژندګلوي:

 دپښتو ژبي او  ادبیاتو څانګه په ژبو او ادبیاتو پوهنځی پوري تړلي څانګه ده چي په ۱۳۹۳ ل.کال له تأسیس سره سم خپل کار را پېل کړ. دپښتو ژبي او  ادبیاتو څانګه تراوسه ۲۰۰تنه محصلین دسهار او ماپښین له خوا لري .

د پښتو ژبي او  ادبیاتو څانګه د پښتو ژبه او ادبیات تدریسوي. زده کوونکي پښتو ژبه،لیکوالي،شاعري،نثر،کره کتنه،پښتو او نړیوال ادبیات داساسي ، مسلکي او اختیاري مضامینو په وسیله دیو معیاري نصاب په پلي کولو سره پیاوړي کوي. 

د پښتو ژبي او  ادبیاتو څانګه لاندي علمي کادري غړي لري:

لېرليد:

د پښتو ژبي او ادبياتو څانگه به دعلمي او مسلکي څېړونکو،ژبپوهانو،ژباړونکو، ادیبانو او ادبپوهانو په روزنه کي دافغانستان،سيمي او نړۍ په کچه یوه بې ساري څانګه وي.

رسالت:

د ملي او نړيوالو علمي معيارونو سره سم د زده کړي چاپېريال رامنځ ته کول. 

موخه:

د پښتو ژبي په برخه کي دداسي مسلکي څېړونکو او ليکوالانو روزل،چي په معياري او مسلکي څېړنو سره د پښتو ژبي د موجودو آثارو ناڅېړل سوي او تياره اړخونه روښانه او د تخليق په برخه کي داسي هنري او له نوښت څخه ډک آثار خلق کړي، چي ددې ژبي دهنري غنا لامل وگرځي.  

بنسټيز ارزښتونه:

  •   اسلامي، ملي او انساني اصولو، مقدساتو او ارزښتونو ته درناوى؛
  •  ټولي چاري د لوايحو او اصولو سره سمي تر سره کول؛
  •  علمي او مسلکي معيار په نظر کي نيول.

                            د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي د آمر ژوند لیک                                                                                                                 

نصیراحمد تائید د محمد حنیف زوی او د محمد رحیم لمسی په (۱۳۶۷ل) کال کي د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ مرکز کي زوکړی دئ. نوموړي ابتدائي او منځنۍ زده کړي د پنجوايي ولسوالۍ شمس الدین کاکړ عالي لیسه کي تر سره کړې او عالي زده کړي ئې د کندهار ښار ظاهر شاهي عالي لیسه کي په (۱۳۸۸ل ) پای ته ورسولې. په (۱۳۸۹ل) کال کي د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګي ته شامل او په (۱۳۹۲ل) کال کي ئې له نوموړي څانګي څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. نوموړی په (۱۳۹۳ل) کال کي د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګي علمي کادر ویاړ تر لاسه کړ او په (۱۳۹۵ل) کال د څانګي استادانو په رایه د نوموړي څانګي د آمر په توګه وټاکل سو.

د اړیکو شمېره: ۰۷۰۷۷۸۳۴۸۳

برېښنالیک: Nasirtayid@gmail.com