د ریس لنډه پیژندنه

      د ژبو او دبیاتو پوهنځي د رئیس ژوندلیک               

 ذبیح الله ادبپال د حاجي عنایت الله زوي او د حاجي عبدالعزیز لمسی په ۱۳۶۷ ل. کال کي په د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کي زېږېدلي دئ. په ۱۳۸۷ ل. کي د صوفي ذکور عالي لېسې څخه فارغ سویدئ، په ۱۳۹۱ ل. کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبیاتو له څانګي څخه په لیسانس او په ۱۳۹۵ ل. کال کي د هندوستان په حیدآباد ښار کي د عثمانیې پوهنتون د انګلیسي ژبي ادبیاتو له څانګي څخه ماسټر فارغ سويدئ.

 ده په ۱۳۷۹ ل. کال کي د انګلیسي ژبي لمړنۍ زده کړي د افغان سید جمال الدین د انګلیسي ژبي او کمپیوټر په یو خصوصی مرکز کي چي د کندهار ښار د عید ګاه پرجاده موقیت لري را پېل کړې او د اډوانسډ تر کچي پوري ئي د  ۱۳۸۵ ـ ۱۳۹۱ل. کال پوري  د انګلیسي ژبي زده کړي په سباوون (اوسنۍ اقرأ) د انګلیسي ژبي او کمپیټر زده کړي په عملي مرکز کي پای ته ورسولې.

 پوهنیار ذبیح الله ادبپال په بریالیتوب سره د پښتو ژبي او ادبیاتو د لیسانس د لاسته راوړلو وروسته په ۱۳۹۲ ل. کال کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د پښتو ژبي او ادبیاتو په څانګه کي علمي کادر ته داخل سویدئ او د ۱۳۹۵ل.کال دسنبلې دمیاشتي را وروسته دکندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی درئیس په توګه خپلي چاري مخته بیايي.

اړیکشمېره:  ۹۳۷۰۰۴۹۴۳۲۲+

برېښنالیک: adabpal@gmail.com