تاريخچه

تاريخچه

د ژبو او ادبياتو پوهنځى چي دکندهار پوهنتون په جنوبي برخه کي موقعیت لري دافغانستان د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي په(١٣٩٣ل.)کال تأسيس سويده. دا پوهنځی په یوه نوي درې پوړیزه  ودانۍکي جوړه سوي ده چي تر ۸ زیات تدریسي خوني لري. نوموړي یو لوي تدریسي هال لري چي په یوه وخت کي تر سلو زیات محصلین په کښي زده کړه کولای سي. همدا پوهنځي دکنفرانس، ریسورس، د کیفیت دتضمین او دڅېړنو خوني هم لري. داپوهنځی په اداري لحاظ یو رئیس، درئیس مرستیال، تدریسي مدیر، اجرائیه مدیر او دوه خدماتي کار کوونکي لري. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د نورو پوهنځیو په ډول د کندهار پوهنتون په ټولو کمېټوکي غړیتوب لرئ دبېلګي په ډول درهبري، علمي،کیفیت دتضمین، څېړنو، نشراتو، دنصاب او د چاپیریال ساتني په کمېټو کي غړیتوب لرئ. یادي پوهنځي د لمړي ځل لپاره دوې څانگي پرانستلې چي یوه ئي د پښتو ژبي او ادبياتو څانگه او بله ئي د انگرېزي ژبي او ادبياتو څانگه ده؛ چي د پښتو څانګه ۶ استادان لري او ددوي له جملې څخه ۲تنه دننه په هیواد کي د ماسټرۍ پروګرامونه پرمخ بیايي او بله دانګلیسي څانګه چي ۴تنه استادان لري  یو له هغهو څخه هم  دننه په هیواد کي په ماسټرۍ لګیا دئ. په ستراتیژیکي ډول، یاده پوهنځي پلان لري چي په راتلونکي کي نه یوازي دملي ژبو او ادبیاتو څانګي جوړي کړي بلکي دبین المللي ژبو او ادبیاتو څانګي هم پرانیزي.په اکاډیمیک ډول دپوهنځي ټول استادان هڅه کوي چي خپل دماسټري پروګرامونه حتی ددوکتورا تر کچي پوري دننه په هیواد یا دباندي بشپړ کړي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي دڅلور کالو په موده کي (اته سمسټرونو) د لوړو زده کړو د وزارت د کريډيټ سیسټم پر اساس د لیسانس په کچه فارغین ورکوي.

 

لېرلید:

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی  به د افغانستان، سیمي او نړۍ په بېلا بېلو ژبو او ادبیاتو کي د تحقیق، تخلیق او ژباړي په برخه کي یو نوموتی پوهنځی وي.

رسالت:

د نړۍ په بېلا بېلو ژبو کي له ملي او نړۍ والو معیارونو سره سم د ژبپوهو کادرونو، څېړونکو، ادیبانو او ادبپوهانو د روزني زمنیه برابرول، څو د هیواد او بشري ټولني نه ستړي کېدونکي چوپړ ته ژمن وي.

اهداف:

  • په ملي، سیمه ایزو او نړۍ والو ژبو کي د ژبنیو څېړنکو او پنځوونکو لیکوالانو روزنه.
  • په بېلا بېلو ژبو کي د هیواد، سیمي او نړۍ په کچه د هنري او نوښتګرو آثارو پنځونه.
  • خپله ژبه له هنري ادبي اړخه بډایه کوونه

بنسټيز ارزښتونه:

  • اسلامي، ملي او انساني اصولو، مقدساتو او ارزښتونو ته درناوى؛
  • په بېلابیلو ژبو کي د داسي مسلکي څېړنکو روزل، چي د خپلو ژبو ناڅېړل سوي اړخونه روښانه کړي؛
  • په ملي، سیمه ایزه او نړيواله کچه، د داسي مسلکي ادیبانو او ادبپوهانو روزل، چي پَه هنري لیکنو سره د خپلو ټولنو بدرنګي په معنوي ښایست بدل کړي؛
  • ټولي چاري د لوايحو او اصولو سره سمي تر سره کول؛
  • علمي او مسلکي معيار په نظر کي نيول

​   2017/3/4