تاریخچه

 کمپيوټر ساينس پوهنځۍ  د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کي  تاسيس سوه. او موخه ئي  د سيمي  او ټول هيواد په کچه په لاندي  برخو  لکه Software Engineering, Database and Information System and Networking کي  د کمپيوټر د علم ماهران روزل دي . پوهنځۍ د پورته دريو ذکرشويو برخو  په اساس د دريو څانګو څخه تشکل سوي  ده، چي  په دغه  اړوندو څانګو کي  به د ليسانس تر درجي  پوري  فارغين ورکوي . دغه علمي  مرکز ۸  تنه فعاله او برحاله استادان لري  چي  د هغوي  د جملې څخه يي ۴ تنه استادان ماسټران، ۳ تنه استادان ليسانسه او يو تن استاد يي اوس مهال په بهرني  هيواد کي  د ماسټر‎ۍ په زده کړو بوخت دي .

پوهنځۍ په تيرو دوو کلنو کي  شاوخوا ۱۷۰  تنه برحاله محصلين لري ، اوس د لنډ مهال له پاره د کمپيوټر ساينس پوهنځۍ د خپل ځانګړۍ تعمير د نه درلودلو له کبله د کندهار پوهنتون د معلوماتي  تکنالوژۍ په مرکز ITCQ کي  ځاي  لري . 

پوهنځۍ د ټولو دولتي ، شخصي  او صنعتي  سکتورونو د اړتياوو په نظر کي  نيولو سره يو څلور کلن نصاب لري  چي  د لوړو زده کړو د وزارت له خوا تصويب سوي  دي . د پوهنځۍ تدريسي  مواد لکه تدريسي  کتابونه، لکچرونه، ازمويني او کورني  دندي د نورو نړيوالو پرمختلو پوهنتونو د نصابونو څخه په ګټه اخستلو سره تقريبا ۹۵٪ په انګليسي  ژبه باندي ترتيب دي . 

ليرليد:

د هيواد د معلوماتي  او مخابراتي  ټکنالوجي  په برخه کي  د يو مخکښ په توګه د پرمختللو زده کړو او څيړنو له پاره د زميني  برابرول او د مسلکي  کادرونو روزل دي .

رسالت:

په اړونده برخه کي  سالمه روزنه، ابتکار او ځاني  پرمختګ ته ښه وده ورکول ، د سيمه ييزو او نړيوالو علمي  موسساتو په مرسته د تحقيقاتو له پاره لاره هوارول، د ټولني  د ښه والي  له پاره د اغېزمنو خدمتونو وړاندي  کول.

موخي:

  • د ظرفيتونو د لوړولو پروګرامونه
  • د لسانس په سطحه د ملي  او نړيواله معيار د لوړيدو په منظور د معاصرو او معياري  پروګرامونو او موادو چمتو کول
  • زيربنايي  فعاليتونو ته وده ورکول