علمي اسانتیاوي

ويب پاڼه:

د کمپيوټر ساينس پوهنځی و خپلو ټولو محصلينو ته د کار او د زده کړي د اسانتيا دپاره يي يوه ويب پاڼه هم جوړه کړي ده چي ټول محصلين کولای سي په هغه ويب پاڼه کي ځان ثبت کړي او وروسته يي له خدماتو څخه ګټه واخلي او تر څنګ يي د معلوماتو او د خبرتياو دپاره يي فيسبوک پاڼه هم ترتيب کړي ده چي په وخت سره د محصلينو د پاره معلومات او خبرتياو خپره وي په نوموړي ويب پاڼه کي دپوهنځی اړوند ټول مطالبو ته محصلين لاس رسي درلودلای سي. WWW.kfocs.edu.af

د ښي زده کړي دپاره زرغون چاپيريال:

د پوهنځی په داخل کي د محصلينو د عملي او ګروپي کارونو دپاره ځيني امکانات برابر سوي دي چي کولای سي د سبيني تختي او د چارټونو څخه په استفاده خپل عملي کارونه او ګروپي کارونه ترسره کړي. او د دي تر څنګ يي د پوهنځی شاوخوا ته هم د زده کړي، ګروپي کارونو او ناستي دپاره زرغون چاپيريال برابر کړی دی.

کمپيوټر ليب:

دا چي کمپيوټر ساينس پوهنځی د اوس دپاره خپل مشخص تعمير نه لري نو په همدي اساس ټول محصلين او استادان د عملي کارونو او پروژو دپاره د ITCQ كمپيوټر ليبونو څخه استفاده کوي.

كتابخانه:

د کمپيوټر ساينس پوهنځی کتابخانه د کندهار پوهنتون په عمومي کتابخانه کي ځای پر ځای سوي ده چي د همدي مسلک اړوند کتابونه تر ډيره حده پکښي موجود دي او محصلين کولای سي چي د کتابخاني د کارټ په درلودلو سره د نوموړي کتابخاني څخه استفاده وکړي.

همدارنګه يي د جرمني د برلين د تخنيکي پوهنتون په مرسته او د څو استادانو په مرسته د عمومي کتابخاني تر څنګ يي په پوهنځي کي هم يو کوچني کتابخانه د استادانو او محصلينو دپاره اماده کړي ده چي تر ۱۵۰ څخه زيات کتابونه او مجلي په کښي موجودي دي چي محصلين کولای سي همدلته په پوهنځی کي په فارغه وخت کي ځني استفاده وکړي.