دریس پیغام

د کندهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځی د استادانو او کارکوونکو په استازيتوب ستاسو راتګ ته ښه راغلاست وايم.

د کمپيوټر ساينس پوهنځی د کندهار پوهنتون د ستراتيژيک پلان له مخي او د ټولني د نن ورځي د غوښتنو سره سم په (۲۰۱۴) ميلادي کال کي د پوهنتون د نورو پوهنځيو تر څنګ يي په کار پيل وکړاو تر دا مهاله پوري دري فعاله څانګي لري چي عبارت دي له ډېټابېس، نيټورک او سافټوير انجنيرينګ څخه.

د کمپيوټر ساينس پوهنځی د ليرليد (د هيواد د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجي په برخه کي د يو مخکښ په توګه د پرمختللو زده کړو او څيړنو دپاره د زميني برابرول او په همدي برخه کي د مسلکي کادرونو روزل دي) او د رسالت (په اړونده برخه کي سالمه روزنه، ابتکار او ځاني پرمختګ ته ښه وده ورکولد سيمه اييزو او نړيوالو علمي موسساتو په مرسته د تحقيقاتو دپاره لاره هوارول، د ټولني د ښه والي دپاره د اغيزمنو خدماتو وړاندي کول) له مخي د پوهنځي ټول رهبري او کارکوونکي هميشه دا هڅه کوي تر څو ستاسو د ښي زده کړي او يوي روښانه راتلونکي دپاره زمينه برابره کړي.

د پوهنځی رهبري په دي وياړي چي په ډير لږ وخت کي يي زيات پرمختګ کړی او په بيلابيلو برخو کي ئي وياړونه ترلاسه کړي دي، خو بايد ووايم چي د پوهنځی په هر ډول پرمختګ او د وياړونو په ترلاسه کولو کي ستاسي هڅي د ستايلو وړ دي او اميد لرم چي تاسي هم په خپله برخه کي زموږ سره د دي کاروان تر منزله رسيدو کي خپل کوښښونه ونه سپموی.

دا چي په يوه داسي ټولنه کي ژوند کوو چي د ژوند هر برخه (زده کړه، پوهه، کار، ټولنيز او ګد ژوند ...) ټول د کمپيوټر او ټکنالوجی سره تړلي دي او ګران هيواد مو په دي برخه کي ډير زيات کاري قوي ته اړتيا لري نو غواړم دا ډاډ درکړم چي هر هغه څه چي ستاسو د زده کړي دپاره لازم وي درته برابر کړو.

د کمپيوټر ساينس پوهنځی رهبري ستاسو وړانديزونو او اصلاحي مشهورو ته هميشه ښه راغلاست وايي او د پوهنځی رهبري هميشه ستاسو په خدمت کي ده.

په درنښت

د کمپيوټر ساينس پوهنځی رئيس

پوهنيار عبدالستار کاکړ

    2017/3/4