تاريخچه

تاريخچه :

   کندهار پوهنتون د خپلو پرله پسې او نه ستړي کېدونکو هڅو په لړ کي چي د ځوانانو و رسمي زده کړو ته د لاس رسي او اصلاح په لاره کي یې کوي په پایله کي یوه بله ډېره  مهمه علمي رشته ( د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي ) په ۱۳۹۲ل. کال کي پرانيستل. يادي پوهنځی په لومړي کال کي ۱۰۲ تنه محصلين درلودل، چي له دې جملې څخه ۱۰۰ تنه نارينه او دوې تنې ښځينه دي.

لېرلید:

موږ تلاښ کوو ترڅو زموږ د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د افغانستان د غورو پوهنځيو څخه یو پوهنځي وي چي د وړ او لایقو اداره چیانو ، پالیسۍ جوړوونکو او ښو رهبرانو په روزلو کي به برخه اخلي ، څو افغانستان د یوه ښه راتلونکي پر لور رهبري کړي.

موخه:

زموږ موخه داده چي د ښه مدیریت ، د ښه  مشرتابه ( رهبري ) وړتیاوو ، روڼوالي او مسئولیت په ورښوولو سره داسي نوی نسل ټولني ته وړاندي سي ، څو د  قوي فکري او رواني وړتیاوو په لرلو سره و ټولني او خلګو ته مسؤل او با احساسه و اوسي او د هیواد په پرمختګ کي فعاله برخه واخلي.

مجرب استادان به د نوي تکنالوژۍ او اغېزمنو ښوونیزو میتودونو په مرسته دوی داسي روزي څو د ټولني د وګړنیز ( عامه ) خدمتونو په سمون او بدلون کي لویه ونډه ولري.

اساسي ارزښتونه:

۱ : شفافیت ، مسئولیت او حساب ورکوني ته وده ورکول.

۲ : د صداقت ( رښتینوالي ) انصاف او مساوات ترویجول.

۳ : متقابل احترام پیاوړی کول.

۴ : د افکارو څرګندوني ته وده ورکول. ( افقي او عمودي )

۵ : د عامه اداري او پالیسۍ د پوهنځي د لا غني کېدا په منظور د کورني او باندني بنسټونو سره ښې اړیکي ساتل.

۶ : په تصامیمو کي د کارکوونکو فعاله ونډه اخیستل او تشویقول.

۷ : د پوهنځی ستراتیژیک پلان په جدي ډول تعقیبول.

۸ : د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي اصول او قوانین مراعتول.

۹ : د کندهار پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت و ټولو قوانینو ته درناوی کول.