علمي اسانتياوي

د محصلانو لپاره اسانتياوي او خدمات:

  • د ژورنالیزم پوهنځی په دوه پوړیزه ودانۍ کي خپلي تدریسي چاري پرمخ وړي، د محصلانو د ښه تدریس په موخه په معیاري ډول ټولګي چي د ژورنالیزم پوهنځی په خپل مالي لګښت ترمیم کړي دي تدریسي چاري پرمخ رواني دي.
  • د ژورنالیزم پوهنځی د محصلانو له پاره د میډیا سنټر جوړېدل، چي په راتلونکي میاشت کي به ګټي اخیستني ته اماده او محصلان به خپلي عملي زده کړي په یاد میډیا سنټر کي سرته رسوي، چي په دغه میډیا سنټر کي راډیویي دستګاه او نور ژورنالیستیکي وسایل چي د ژورنالستانو له پاره اړین دي شتون لري.
  • د ژورنالیزم پوهنځی استادان د ښه تدریس په موخه خپل درسونه د سلایډونو او پروجکتور په واسطه ارایه کوي .
  • د محصلانو له پاره د ژورنالیزم پوهنځی مشخص کتابتون جوړول، چي تر اوسه پوري څه ناڅه د کتابونه درلودلو له ستونزي سره مخامخ دي، چي ډېر ژر به نوموړی کتابتون ډېر فعال او مجهز کتابتون وشمېرل سي.
  • دژورنالیزم پوهنځی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ کوونکې (نۍ) ادارې  ترمنځ د همکاریو  یو تفاهم لیک وسو ،چي د ژورنالیزم  پوهنځی محصلینو ته به  په یاد مرکز کي د ویډیويي او  راډیویي ژورنالیزم  په برخه کي اونیز ورکشاپونه د عملي زده کړي  په موخه جوړوي.
  • د ژورنالیزم پوهنځی د مسلک د پیاوړتیا په موخه په درېیم ټولګي کي محصلان په دوو دیپارټمنټونو ،راډیو تلویزیون او مطبوعاتو باندي ويشي، چي د یادو دیپارتمنټونو وېشنه به د محصلینو د شوق او خوښي مطابق سرته رسیږي.
  • د ژورنالیزم پوهنځی په نظري زده کړو سربېره د عملي زده کړو له پاره د خپلو شخصي ژورنالیستیکو وسایلو څخه په ټولګي کي استفاده کوي، تر څو د ټولو ټولګیوالو ستونزي او مشکلات حل سي.
  • د ژورنالیزم پوهنځی د تکړه مسؤلینو په هڅو او کوښښونو سره د کندهار ولایت د خپلواکو او دولتي رسنیو ورسره ژمنه کړېده ،چي د محصلانو د عملي زده کړو له پاره به ورته زمینه برابروي، چي اوسمهال هم ډېری محصلان په خپلواکو او دولتي رسنیو کي د خپلي تجربې د زیاتوالي په موخه کار کوي.