دعامه اړيکو څانگه

دعامه اړيکو د څانگې لنډه پيژندنه :    

دعامه اړيکو څانګه چې دژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی په چوکاټ کې فعاليت کوي او خپل فعاليت يي ۱۳۹۳ل. کال دميزان دمياشتي څخه را پيل کړې ده او خپل ټولې درسې او ادارې چارې په منظم ډول پرمخ بيايې، چې د عامه اړيکو څانګه په رسمي توګه پرانستل شوه، په لومړی  دوره کې(۴۰) ت نه محصلان لري. چې د همدې څانګې دڅلورو تنو مجربو استادانو له خوا ېې ټول عملي او نظري درسونه پر مخ وړل کېږي.

د عامه اړيکو څانګې مسلکي مضمونونه عبارت دي له د عامه اړيکو اساسات ،عامه اړيکې، پرمختللې عامه اړيکې، عامه افکار، د عامه اړيکو کمپاين او نور دي.

ليرليد 

په هيواد او سيمه کې دعلمي کچې پياوړتيا، دسازمانو او وګړو تر منځ دشته ستونزو له منځه وړل      

 وظيفوي رسالت 

د عامه اړيکو څانګه زيار باسي ترڅو د اخلاقي معيارونو په رڼا کې،دعلمي او مسلکې پوهي،لاسته راوړلو، شريکولو او دعملي چارو لپاره ښه زمينه برابره کړي، ترڅو وکولای شي دهيواد دپرمختګ، هوسايني، د اړيکو د ټينګښت او امنيت لپاره کار وکړي. 

 موخې: 

  • د عامه اړيکو په برخه کې د مسلکي کسانو روزل، تر څو وکولای شی د سازمانونو او په هغې پورې د تړاو لرونکو وګړو تر منځ  ډاډمنه فضاً را منځته کړي
  • دعامه اړيکو په برخه کې ټولنې ته د داسې محصلينو وړاندې کول، چې په علمي، اخلاقې او مسلکي ښکلا سمبال وي.
  • د دغه فن په لارويانو کې دهېواد پالنې او وفادارۍ د احساس ځواکمنتيا.     

ارزښتونه :  

  •  مسلکي او کادري لوړ کېفيت
  • د اسلامي اخلاقو او وطن پالنې روحيه .
  • په کړنو کې شفافيت .
  • د فساد مخه نيول.  

د استاد پوهيالی مجيب الرحمن زيارمل لنډه پيژندنه 

ښاغلي مجيب الرحمن زيارمل د فضل الرحمن زوي د ميدان  وردکو ولايت د چک ولسوالی د نيکپايقول د محمود کلا اوسيدونکي چې په ۱۳۶۳ لمريز کال کې د حليم بابا خيلو په يوه پتمنه کورنۍ کې زيږدلی دي، تر شپږ کلنۍ وروسته د شيهد جمع خان په ابتدايه ښوونځی کې داخل او منځني زده کړي يي د نورالمدارس په عالی لیسه کې پيل او ثانوي زده کړي يي د غازي ګل احمد خان په عالی لیسه کې بشپړې کړي، چې په ۱۳۸۴ لمرير کال د همدې لیسي څخه فارغ او د کانکور تر ازموينې وروسته يي د شيخ زايــد پوهنتــون ته لار ومـــونده چې په ۱۳۸۸ لمريز کال کې د ياد پوهنـتـــون د ژورنالـــيزم پوهنځی څخه فارغ شو، وروسته يي د څه وخت لپاره د معارف په مربوطاتو کې د يو قرردادي مامور په توګه دنده اجرا کړه، چې بلاخره په ۱۳۹۲/۲/۳۰ نيټه د وردګو ولايت د حضرت عمر فاروق (رض) په منځني ښوونځي کې د عمومي مدير په توګه په دنده وګمارل شو او د يوکال لپاره يي په پوره ايماندارۍ سره دنده تر سره، چې تر يوکال دندې وروسته په ۱۳۹۳/۲/۱۶ نيټه د ازاد رقابت تر ازمويڼې وروسته د کندهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي ته د استاد په ټوګه بريالی شو، چې اوس مهال هم په پوره اخلاص او صميميت سره د اولس د بچيانو په خدمت کې دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

                                                    

 

 

 

 

 

 

 

.