تاريخچه

تاريخچه:

  دا چې د ژورنالیزم پوهنځی د ۱۳۹۱ ه ش کال یا هم د ۲۰۱۲ کال په لمړیو  کي د لوړو زده کړو وزارت لخوا کندهار پوهنتون یواځې د ژورناليزم په نوم  منظوره او د شپږو نورو  پوهنځیو ترڅنګ یې په ډیرو لږو امکاناتو په کار پیل وکړ.

په ډیرو ټکنیو حالاتو لکه: د رسمي استادانو نشتون، د مشخص تعمیر او د ځانګړي بودیجي نه درلودل، هغه خنډونه وو چي ورسره  یې دغه پوهنځی د کندهار پوهنتون د پیاوړو مسوولینو په مرسته او خاصه پاملرنه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ.

د لوړو او ژورو د تیرولو سره سره بیا هم، د ژورناليزم پوهنځی علمي شورا په دې عقیده ده چې د دولت د فرهنګي پالیسی سره سم؛ د ملي انکشافي ستراتیژۍ په رڼا کې به د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژیک پلان په رڼا کې د لوړو زده کړو  وزارت د ستراتیژی له مخې خپلې هر اړخیزه هلې ځلې په کار واچوي، ترڅو د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی د هیواد او سیمې په کچه د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځيو سره سیاله پوهنځی شي.

څرنګه چې د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځی د هيواد د نورو پوهنتونونو د ژورنالیزم او عامه اړيکو د پوهنځيو په څير د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو سره سم په دریم تولګي کې باید په څانګو وویشل شي په دې اساس د کندهار پوهنتون ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځې هم په ۱۳۹۳ه ش کال کې د هغه لومړی دوره محصلان په دوه دیپارتمنتونو وویشل شول لومړی د ژورنالیزم څانګه او دوهم یې هم د عامه اړیکو دیپارتمنت. 

دا چې د لوړو زده کړو د طرزالعملونو او لوایحو په اساس هره پوهنځی او څانګه اړ ده چې د خپل ښه راتلونکي او  خپلو اړینو او ضروري کړنو لپاره منظم او سیستماتیک اوږد مهاله ستراتیژیک پلان ولري، په داسي ډول چې په عملي ډګر کې د پلي کیدوو شونتیا ولري طرحه، تکميل او ورسته يې اداري ته وسپاري. 

په همدې اساس د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځې د ژورناليزم څانګه هم د خپل ښه او روښآنه  لرلید په موخه او د چارو د ښه سمون لپاره اړینه ګڼی ترڅو د راتلونکو پنځو کلونو د لومړنیو ضرورتونو په نظر کې نیولو سره د شونتیا تر حده خپل ستراتیژیک پلان ترتیب او په خپل وخت ورڅخه ګټه پورته کړي.

اوږدمهاله ستراتیژیک پلان د پوهنځی او پوهنتون د ستراتیژیک پلان په رڼا کې په لاندې بنیادي برخو کې په دې هیله چې ټولې چارې د خپلو ځوانو کادرونو په نه ستړې کیدونکو هلو ځلو سره په پوره بریالیتوب ترسره شی، ترتیب او په عملي ډګر کې ورڅخه ګټه پورته کوو.

لرلید Vision

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی به د هیواد او سیمي په کچه یوه مخکښه او د ښه شهرت لرونکې پوهنځی وي، چې د ژورنالیزم او عامه اړیکو په برخه کې به د هیواد د پرمختګ، هوساینې او ښه راتلوونکي لپاره به با استعداده ، مسلکي او دښه احساس لرونکي ژورنالیستان او عامه کارپوهان وروزي.

رسالت : Mission

ژوناليزم پوهنځي هڅه کوي تر څو د محصلينو ، استادانواو کار کوونکو لپاره د اسلامي او اخلاقي معيارونو په رڼا کې  د ژورنالیزم او عامه اړیکو په برخه کې د علمې او مسلکي پوهې د لاسته راوړلو، شريکولو او عملي چارو لپاره ښه زمينه برابره کړي، ترڅو د خپلې پوهې، ابتکاراتو او څيړنو  په مرسته وکولای شي، د خپل هيواد د پرمختګ، هوساينې او امنيت لپاره کار وکړي.

موخې:

ټولنې ته د داسې مسلکي ژورنالیستانو او عامه اړیکو کارپوهانو وړاندې کول ،چې د ټولنې دینې ارزښتونو او ملي ګټو ته ژمن وي.

هیواد ته د هوساینې، پرمختګ او ښه راتلوونکي لپاره نه ستړي کیدونکې هلي ځلې کول.

له نړیوالو پوهنتونونو ، مطبوعاتي ادارو او رسنیوسره رغنده اړیکې جوړول.