ژورنالیزم ځانګه

ژورنالیزم ځانګې لنډه پیژندنه:

دژورناليزم څانګهپه ۱۳۹۳هش کال کې رامنځته شوه؛لومړی ټولګی يې۳۷تنه محصلان لري چې  د۸ ولايتونو اوسيدونکې دي.دنوموړې څانګې تخصصي مضامین له راديو، تلويزيون او مطبوعاتو سره تړاو لري.څرنګه چې دژورناليزم ټول موضوعات په ټولنه کې دژوند له بيلابيلو اړخونو لکه سياسي، اقتصادي،تعليمي، فرهنګي...اړخونو سره تړواو لري او  ژورنالستان په دې ټولو برخو کې د خلکو د ستونزو او مشکلاتو د حل او په ټولنه کې دپرمختګ په موخه هلې ځلې کوي او خوځښت رامنځته کوي،پدې اساس ژورناليستان بايد په دې برخو کې علمي پوهه او معلومات ولري.

موخې:

  • د علمي او مسلکي کچې پياوړتيا.
  • د څيړنيزې ميتودولوژی شريکول او څيړنيزو فعاليتونو پياوړتيا.
  •  هيواد پالنې، ملي هويت او اسلامي فکر  ته د وفاداره ژورنالستانو ټولنې ته وړاندې کول.

ارزښتونه :

  •  مسلکي او کادري لوړ کېفيت .
  • د اسلامي اخلاقو او وطن پالنې روح
  • په کړنو کې شفافيت .
  • د فساد مخه نيول . 

                       د پوهيالي عبدالوهاب لنډه پيژندنه 

عبدالوهاب رحيمي د عبدالرحيم زوی، د وردګو ولایت چک ولسوالۍ د کولک د کلي اوسېدونکی دی، په ۱۳۶۷ لمریز کال يې د کولک په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د چک په روزنتون او ورسته يې د حضرت عمر فاروقض له عالي ليسې څخه په ۱۳۸۶لمريز کال کې د فراغت سند ترلاسه کړی.په ۱۳۸۷ لمریز کال د کانکور د ازموینې له مخې د خوست ولایت شیخ زاید بن سلطان النهیان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی ته لاره پیدا کړې او په ۱۳۹۰ لمریز کال یې د لیسانس دوره بشپړه کړه.په ۱۳۹۱ لمریز کال يې د چک په کثيرالرشتوي انسټيټيوت کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې، په همدې کال (۱۳۹۱ لمريز) د کندهار پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی په ژورنالیزم څانګه کې د علمي کادر د غړي په توګه  تقرر ترلاسه کړ او د ژورناليزم پوهنځی له لومړنيو استادانو څخه ګڼل کيږي. په ۱۳۹۳لمريز کال د ژورناليزم څانګې آمر وټاکل شوو او په دې برخه کې يې وخت په وخت ستاينليکونه ترلاسه کړي دي. په دري او پښتو ملي ژبو سربېره؛ په انګلسي ژبه هم خبرې کولی شي.