تاريخچه

تاريخچه:

 دشرعياتوپوهنځي بنسټ په۱۳۸۸ ل.کال کي دکندهاردنهمي ناحيې دلويې ویالې پرغاړه دکندهار پوهنتون په علمي غیږه کې کيښودل سو.

 په لومړي کال ئې اويا (٧٠) تنه محصلین په دوو څانګو اسلامي تعلیمات، فقه اوقانون کې درلودل،چې دپنځوتنوکدري استادان اويوشمیر نورو همکاراستادانوله خوايې تدريسي چاري پرمخ تللې.

 له ١٣٨٨ څخه تر ١٣٩٠پوري دګڼوستونزو په مقابل کې دصبر اوزغم په ګاللودبرلاسۍ په پایله کې لله الحمد پوهنځی په خپل څلورم کال کي نهه تنه کدري اویوولس تنه همکار استادان ځان ته پيدا کړل، اودمحصلینو شميره يې ددواړوڅانګو په څلورو واړو  ټولګیوکې ۲۷۷تنه وه.له نیکه مرغه په ۱۳۹۱ تعليمي کال کې ئې دشپې پوهنځی داسلامي تعليماتو ځانګه کې پرانيستله. اودلومړي ټولګۍ لپاره يې(٧٣)تنه محصلین جذب کړل چې دپوهنځي دمحصلینو مجموعي شميره (٣٥٠) تنو ته ورسېده.

 چي په ١٣٩٢ ل.کال کي د اسلامي تعليماتو (نجونو )څانګه پرانستله چي اوس د څلورو صنفونو په لرلو سره پوره فعاليت اوس مهال دشرعياتو پوهنځى داستادانو مجموعي احصائيه په لاندي ډول ده:

موخه اوهدف:(Goal)

د افغانستان مسلمان ولس ته د اسلامي اصولو(قرآن کریم او نبوی احادیثو)په رڼا کې د افغاني ټولنپوهنې او نړیوالو پرمختګونو په نظر کې نیولوسره د لسانس په کچه متخصص دیني عالمان، قاضیان، څارنوالان، مدافع وکیلان، قانون پوهان، ائمه، خطیبان داعیان او د اسلامي علومومتخصص معلمین او استادان تقدیمول څو وکولی سي په پورته یادو سویو چارو کې ولس ته لازم خدمتونه وکړي او په ښه توګه د دوی د ستونزو په حل کولو کې ورسره مرسته وکړي، او د دوی دهر ډول دیني اړتیاوو په پوره  کیدو او ددنیي پوښتنو په ځواب کې مسؤلانه او مخلصانه رول ولوبوي.

لرليد :(Vision)

د متخصصو او ماهرو قاضیانو، قانون پوهانو، خطیبانو، دعاتو او دیني عالمانو روزل او ټولنې ته تقدیمول څو د هیواد قضایي او عدلي سیستم د عصر د نوو پرمختګونو او فقه النوازل په رڼا کې عیار او د ټولنې د وګړو ترمنځ عدالت ، سوله، انصاف تامین، داسلام مزایا او ښیګڼې خلکوته روښانه او ټولنه د اخوت ، ورور ګلوۍ،متقابل احترام ،عدالت،انصاف او ګډ انساني هوسا ژوندانه په لور روانه کړي.

رسالت:(Mission)

شرعیاتو پوهنځی د خپل اسلامي هیواد او مسلمان ولس په دیني ، علمي ، عدلي او قضایي او په عامه توګه مادي او معنوي رغاوی خپله دیني فریضه ملي مسؤلیت او خپل رسالت ګڼي چې مهم ټکي یې په لاندې توګه دي:

  • د وطن د بچیانو د سالمې دیني روزنې له لارې د هیواد په هر اړخیزه رغاونه کې فعالانه ګډون.
  • ټولنې ته د تقنین ، قضاء ، افتاء ، دعوت او ارشاد په برخو کې متخصصین تقدیمول.
  • په سیمه کې د یوې قوي دیني مرجع په توګه خدمات ترسره کول.
  • د سیمې زیات شمیر زلمیان په پوهنځي کې جذبول.
  • په سیمه کې د بې سوادۍ او نالوستۍ او بې کارۍ ضد مبارزه.
  • په خپله برخه کې له عربي او اسلامي پوهنتونو او د هغوی له لارې له عربي او اسلامي ولسونو سره دوستانه اړیکې جوړول.
  • د خپل ولس په استازي توب دنړیوال اسلامي تمدن په ښیرازۍ کې ونډه.