د ریس لنډه پیژندنه

پوهنمل محمد حاکم شريعتي: 

پوهنمل محمد حاکم شریعتي د حاجي شیرولي زوي د میدان وردګو ولایت دچک ولسوالی د ګردن مسجد سیمې د مومدو په کلي کښي په ۱/۶/۱۳۵۴هـ ل. کال  په یودینداره کور نی کې زېږېدلی دي چي، لومړني زده کړي ئي د کلي دجومات له امام څخه او همدغه راز د جهاد دوران ددې سیمې د حضرت بلال (رضی الله عنه) په مدرسه کښي تر شپږم ټولګۍ پوري ترسره کړي، چي په ۱۳۶۸ل هـ کال کي د وردګو ولایت چک ولسوالی کې شهادت دیني مدرسه کي شامل چي، منځني او ثانوی دیني زده کړي تر ۱۳۷۴هـ ل. کال پوري په ممتاز درجه پای ته ورسولې. 

په ۱۳۷۵هـ ل . کال په پېښور کښي د دعوت او جهاد پوهنتون شرعیاتو  پوهنځی ته شامل او په ۱۳۷۸هـ ل . کال کښي د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځی د فقه اوقانون څانګي څخه فارغ او په ۱۵/۶/۱۳۸۰هـ ل . کال د ابي بن کعب دارالحفاظ څخه د قرآن کریم د حفظ سند ترلاسه کړ، چي په ۱/۸/۱۳۸۰هـ ل. کال په پېښور کي د شهید مولانا حسن جان مدني څخه د حدیثو تخصص ته شامل چي، په ۱/۱۰/۱۳۸۱هـ ل . کال ئي د شهیدمولانا صاحب څخه د حدیثو د تخصص سند ترلاسه کړ او همدغه راز په همدې کال د ۱۵/۱۰/۱۳۸۱هـ ل . څخه بیا تر ۱۵/۱/۱۳۸۲هـ ل. پوري د تفسیر سند ترلاسه کړ. چي په ۱۵/۲/۱۳۸۳هـ ل. کال کښي کندهار پوهنتون ته مراجعه وکړه چي، تر ۱۳/۷/۱۳۸۵هـ ل. کال پوري ئي د اسلامي ثقافت مضامینو په برخه کښي په افتخاري ډول د وطن د بچیانو خدمت ترسره کړ چي، ۱۳/۷/۱۳۸۵هـ ل. کال ئي کندهار پوهنتون د اسلامي ثقافت برخه کې د علمي کدر غړيتوب ترلاسه کړ. کله چي، په ۱۳۸۸هـ ل. کال د شرعیاتو پوهنځی تأسس شو په همدې کال د شرعیاتو پوهنځی د فقه او قانون څانګي مسؤل وټاکل شو. د شرعیاتو پوهنځی د تدریس ترڅنګ ئي لیکلي 

اوخپاره شوی اثار لری چي:

 ۱ – د لمانځه امامت .

 ۲ – اسلام او روغتیا.

 ۳ـ داسلام ټولنیز نظام

 ۴ـ دښځې قضاء په اسلام کې .

 ۵ـ په فقه اوقانون کې دمتعې نکاح حکم

 ۶ـ په اسلام کې دتصفیق (لاس پړکولو)حکم

 ۷ـ دنامحرموترمنځ داختلاط حکم

 ۸ـ دنامحرمې ښځې سره دمصافحې حکم

 ۹ـ  نامحرموته دمخ ښکاره کولوحکم