تاريخچه

تاريخچه:

په ټولنه کي د موجودي تقاضأ او اړتیاوو مطابق باکیفیته تحصیلي چوپړونه وړاندي کول د یوه هیواد د ټولو تحصیلي بنسټونو د نصاب او درسي محتویاتو پایښت لرونکی بدلون، کتني او ښه والي ته اړتیا لري.

دکندهار پوهنتون داقتصاد  پوهنځی د سهیل لویدیزي حوزې د تقاضأ او اړتياوو په نظر کي نیولو سره او د موجوده اقتصادي ستونزو د حل په موخه  په ۱۳۸۹ل. کال کي د کندهار پوهنتون په چوکاټ کښي د اقتصاد پوهنځی منځ ته راغله او په ۱۳۹۰کال کي د اقتصاد پوهنځی په نامه د کندهار پوهنتون د پوهنځیو په ډله کي شامله او په خپل فعالیت یې په عملي ډول پیل وکړ.

لیرلید:

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی به د هیواد او سیمي په کچه  یو مخکښ او څار پوهنځی وي، چي وړ او په کارپوه اقتصاد پوهان به روزي، په ملي سطحه به علمي څېړني او خدمات وړاندي کوي، ترڅو د هیواد په اقتصادي پرمختګ کي لوي لاس ولري.

رسالت:

د اقتصاد په برخه کي با کفایته او مؤثره اداره رامنځ ته کول چي زده کړي، څېړني او خدمات يې د نړیوالو علمي او اکادمیکو معیارونو سره سمون ولري.

اهداف:

  • د افغانستان او سیمي په کچه دیو با اعتباره او باکفیته پوهنځی په توګه خپل موقف نور هم غښتلی کول
  • د استادانو او اداري کارمندانو علمي او مسلکي وړتيا لوړول.
  • محصلینو ته د نوي او پرمختللي تکنالوژي د امکاناتو برابرول.
  • د ټولني د اقتصادي اړتیاوو په نظر کي نیولو سره په اقتصادي پوهه روزل سوي او مسؤلیت منونکي کادرونه وړاندي کول.
  • دافغانستان په اقتصادي پراختیا کي د برخي اخیستلو له پاره په ملي او نړيواله کچه د څېړنو سرته رسولو له پاره هلي ځلي کول.