تاريخچه

تاريخچه:

د ښووني او روزني پوهنځی په۱۳۸۱ل. کال کي تاسیس سوې ده، چي په پیل کي ۲۰ تنو جدید الشمول محصلانو د ریاضي په څانګه کي جذب او نوم لیکنه کړې وه ا و  د څلور تنو استادانو په واسطه تدریس کېدله، اما نن ورځ ۱۸۰۰ تنه محصلان چي له هغې جملې څخه  ۶۹ تنه ښځينه محصلاني او پاته نور نارینه محصلان د همدې پوهنځی په مختلفو ځانګو کي د سهار او ماپښین په دوو وختونو کي  په لوړو زده کړو بوخت دي چي د ۵۵ تنو استادانو له خوا ورته تدریس کيږي. ددې جملې استادانو ځخه ۵۲ تنه د علمي  کادر لرونکي او ۳ تنه قراردادي غړي دي.

د ښووني او روزني پوهنځی د بېلابېلو څانګو ۱۲ دیپارتمنتونو لرونکې ده، چي د ساینسي علومو برخه کي ریاضي، کېمیا، بیولوژي، فزیک څانگي، د ژبو او ادبیاتو په برخه کي پښتو، دري، انګلیسي، بلوڅي ادبیاتو څانګي، اجتماعي علومو کي تاريخ او جغرافيه، بدني روزني او کمپیوټر زده کړي څانگو کي د ګران وطن افغانستان له پاره مسلکي ښوونکي او کادرونه روزي. د ښووني او روزني په چوکاټ کي د شپې پوهنځی د ۱۳۸۹ل. کال د سنبلې په مياشت کي خپل فعالیت په رسمي ډول پیل او د ریاضي، کېمیا، بیولوژي، پښتو ادبیات، انګلیسي ادبیات او دري ادبياتو په دیپارتمنټونو کي د دولت  هغه مامورین  چي د ځینو ستونزو له کبله د لوړو زده کړو د نعمت څخه بې برخي وه، د لوړو زده کړو زمينه مساعده کړه  او همدارنګه په داخل خدمت ټولګیو کي  د څوارلسمو ټولګیو هغه فارغان چي د اختصاصي آزمویني څخه وروسته لوړو زده کړو ته لار موندلې  په مختلفو ټولګیو کي زده کړي سرته رسوي.

د ښووني او روزني پوهنځی د استادانو د مسلکي ظرفیت د ارتقا د لوړولو په منظور هلي ځلي سوي او هم رواني دي. د استادانو له پاره  د لوړو زده کړو د وزارت د هیپ پروژې له خوا  د مسلکي پرمختیا یوه خونه  په کمپیوټر او انترنیټ مجهزه د اونۍ شپږ ورځي د سهار د اتو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو پوري ټولي اسانتیاوي برابري کړي او د دوی په چوپړ کي دي، ترڅو استادان د عصري تکنالوژۍ څخه په ګټي اخستني  د هیواد او د نړۍ د نورو پوهنتونو  د تحولاتو او پرمختیا څخه په وخت او زمان خبر او خپله علمي ذخیره نوره هم بډایه او خپلو محصلانو ته د ښه چوپړ مصدر وګرځي.

د ښووني او روزني پوهنځی  د خپلو استادانو د علمی ظرفیت د لوړولو په منظور شپږ تنه استادان د ماسټرۍ پروګرام له پاره د نړۍ مختلفو هیوادونو ته لېږلي، دوو تنو استادانو د هیواد پلازمیني کابل کي د ماسټرۍ پروګرام بشپړ کړی  او همدارنګه د دکتورا په کچه لوړ تحصیل له پاره هم استادان  بهر ته لېږلي دي.  د ریفریشمنت لنډ مهاله بورسونه او سیمینارونو له پاره (دبلجيم) د فلپین، امریکا ،جنوبي کوریا، ویتنام، چین او ماليزيا هیوادو ته استادان لېږلي دي.

همدارنګه د هیواد په پلازمینه کابل کي د ساینس، پیداګوژي، لېدرشیپ او د صلحي او منازعۍ د حل سېمينارونو او ورکشاپونو کي فعاله ګډون کړی او لاسته راوړني لري.

ددې پوهنځی استادان هره ورځ د پلان او درسي مهال وېش سره سم د خپل  تدریس مقدسه دنده په بريالۍ توګه مخته بيايي او سربېره پردې د تدریسي، اداري، د پوهنځی د علمي شورا په غونډو او مجالسو کي د کمپیوټر او انگلیسي په کورسونوکي چي د مسلکي ارتقا خونه کي  مخته بېول کیږي، فعاله برخه اخلي.

  ددې  پوهنځی ۵ تنه  باتجربه استادان د معیارونو په کاري کمېټه کي عضویت لري ترڅو  نوي تعلیمي نصاب پوهنځي ته جوړ كړي او همدارنګه د پوهنځی ۵ تنه  باتجربه استادان د مسلکي انکشاف  په ټیم  کي عضویت لري.

لېرليد:

د پوهي او علم په ډګر کي د پياوړي او سېکمن فکري بدلون او پرمختګ راوستل.

رسالت:

د افغاني ټولني له پاره د پياوړي او تګړه ښوونيز فشر روزنه او د ګټور ښوونيز سيستم ايجاد.

بنسټيز ارزښتونه:

  • د ملي او اسلامي شوناتو درناوی.
  • د اولس د معنوي او مادي پرمختګ او ودي له پاره ټينګ هوډ.
  • د بشر او انساني ژوند لوړ مقام ته درناوی.
  • د ټولنيزو مسؤليتونو پېژندنه.
  • د خپلي پوهي په مرسته نورو ته ګټه رسونه.
  • د لوړ او آزاد فکر روحيه ورکول.
  • د خپل فرهنګ او د دودونو وده او پراختيا.
  • د ژورو علمي څېړنو او نوښتونو لور ته پاملرنه.
  • مسلکي – علمي پوهه.
  • ډله ايز کار او يو له بل سره همکاري.
  • د ټولني د راتلونکو نسلونو د ښووني او روزني د درانه مسؤليت احساس.