تاريخچه

کندهار پوهنتون دطب پوهنځی

 

 تاريخچه:

د کندهار طب پوهنځی په ۱۳۷۲ل. کال  کي د هيواد په سهيل لويديځ کي د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي د طبي داکترانو د يوازني او ستري دولتي فارغه کونکي طبي مؤسسې په توګه تاسيس سوې ده. د هيواد په كچه يوه د هغو ځوانو طبي پوهنځيو څخه شمېرل كيږي کوم چي د نمو او پرمختګ په حال كي ده. همدا اوس په دې پوهنځي كي د هيواد د بېلابېلو ولايتونو او د پاکستان هيواد څخه په ټوليزه توګه سره د ۴۰۰ په شاوخوا کي زده كونكي په تحصيل بوخت دي چي د ۲۹ تنو كادري استادانو له خوا يې تدريسي چاري پرمخ وړل كيږي.

له پيله څخه طب پوهنځي تر دې دمه پوري په ۱۳ دورو کي تر ۵۰۰ زيات (۲۰ ښځينه) د MD په سويه ځوان ډاكتران تربيه او ټولني ته وړاندي كړي دي، چي د ټولني ته د  چوپړ کولو جوګه دي. زيات شمېر يې د کندهار ولايت د عامي روغتيا اړوند په ميرويس حوزوي روغتون، د هيواد د ۳۴ ولايتونو په ګوټ ګوټ او حتي د هيواد څخه بهر په نورو  روغتيايي تاسيساتو کي په دنده او يا هم په لانورو لوړو زده کړو لګيا دي.

جوته ده د يوه پوهنتون يا يوې پوهنځی دنده نه يوازي تدريس، بلكي پر تدريس سربېره علمي څېړني او و ټولني ته خدمت كول هم دي. د داخلي جنګونو، لږو امکاناتو، او شته ننګونو سره سره طب پوهنځی په خپل وار سره خپله علمي وجيبه پرځای کړې او په طبي ساحه کي يې ددې ټولني و مبرمو اړتياوو (روغتيايي زده کړو، څېړنو، او روغتيايي خدماتو په تر سره کولو سره) ته مثبت ځواب ويلی دئ.

لېرليد:

په افغانستان کي د لومړنی مخکښي لارښودي طبي ښوونيزي او روزنيزي مؤسسي په توګه را څرګنديدل.

رسالت:

د طبي ساينس او تخنيک د درست تطبيقولو ، د عصري طبي ښووني، څېړنو ، او د ټولنيزو خدمتونو  له لاري د ټولني روغتيايي حالت ته ښه کول.

د پوهنځی بنسټيزي دندي:

 

  • د طبي مسلکي کسانو د څومره والي او څرنګوالي د لا زياتوالي په موخه د ليسانس په کچه د معالجوي طب په ساحه کي چي د عامي روغتيا برخه هم پکښي رانغښتې وي د عصري طبي زده کړو  وړاندي کول. 
  • په روغتيايي ساحه کي د څېړنو تر سره کولو او و څېړنو ته د اسانتيا برابرولو له لاري د ټولني د اړينو  روغتيايي ستونزو په نښه کول او د هغوی د حل لاري لټول.
  • د عصري پرمختللو درمليزو ميتودونو د کارولو له لاري ټولني ته د باکيفيته روغتيايي خدماتو  ترسره کول
  • د ټولني اړتياوو او د پوهنځی لېرليد ته په کتلو سره د کندهار طب پوهنځی و ټولني ته د چوپړ کولو په موخه داسي پوه، وړ، او ژمن کسان وړاندي کوي کوم چي د لاندي ځانګړتياوي په درلودلو  باندي پسولل سوي وي:
  • د ټولني روغتيايي اړتياوو ته ځواب وركونكي وي.
  • و ټولني ته د علمي خدمتونو جوګه وي.
  • د هيواد د روغتيايي سيستم په دوامداره نوي کولو او پرمختګ كي اغېزمنه ونډه واخلي.
  • د نړيوالتوب د نوو ننګونو په وړاندي د درېدلو او له منځه وړلو توان ولري.