ديپارتمنټونه

ديپارتمنټونه:

کرهڼي پوهنځی د کريکولم (درسي نصاب) له مخي ۷ ديپارتمنټونه لري چي شپږ يې فعاله د ځنګلونو او طبعي موادو ديپارتمنټ له هارتيکلچر سره، خاوري پوهني او اوبو لګولو څانګه د اګرانومي له څانګي سره يو ځای کارکوي ځکه د استادانو شمېر يې لږ دئ.

 

اول : اګرانومي ډيپارټمنت:

د كرهڼي پوهنځی له غوره او مهمو څانګو څخه شمېرل كيږي چي په ۱۳۸۲ل. کال کي تاسيس سول، چي عمده فعاليتونه او هدفونه يې دادي:

  • د كروندي غوره نباتات لكه غلي داني، صنعتي نباتات ، ليګومي او علوفه يې نباتات په نظري توګه تدريس او په عملي توګه ښودل كيږي.
  • د پورتنيو مختلفو نباتاتو د ښه توليد له پاره د ګټي اخستني بېلا بېلي طريقې.
  • په كرونده كي هرزه بوتي او د هغه  كنترول.
  • د نباتي اصلاح سويو ورايټيو او نسلګيري په هكله د محصلينو روزنه.
  • د نباتاتو د ودي په اړه د خاوري د فزيكي، كيمياوي ، بيولوژيكي خواصو، د عضوي او كيمياوي سرو پېژندنه او استعمال.
  • د كرنيزو نباتاتو  د ښه توليد له پاره، خاوري پېژندنه او دهغوي ډولونه.
  • كيمياوي او عضوي سري او د مالګينو او تيزابي خاورو اصلاح، سمون او د خاوري ژوندي موجوداتو څخه ګټه اخيستنه.
  • نباتي تغذيه، د خاوري د حاصل خېزۍ او د خاوري ساتني په هكله د محصلينو نظري او عملي روزنه.

برسيره پر دې اختصاصي مضمونونه مسلكي او عمومي مضمونونه هم پکښي تدريس كيږي.

 

دوهم مالداري ديپارتتمنت:

نوموړی څانګه په ۱۳۸۳ل. کال کي تاسيس سول او په لاندي بېلابېلو ساحو کي محصلين روزي.

  1. د اهلي او كورنيو څارويو دخوړو برابرولو بېلابېلي طريقې او ارزښتونه.
  2. د غوښو او شيدو وركونكو څارويو روزنه.
  3. د هګيو او غوښو له پاره د كورني او فارمي چرګانو روزل.
  4. د مصنوعي القاح پروګروامونه توضيح كول.
  5. د ماهيانو او شاتو مچيو روزنه

برسيره پر اختصاصي مضمونونو مسلكي او عمومي مضوونونه لكه عضوي کيميا، حياتي كيميا، غير عضوي كيمياو، زولوژي، مايكرو بيولوژي، حشره پوهنه او نور هم پکښي تدريس كيږي.

درېيم د كرنيز اقتصاد او ترويج ديپارتمنت:

دا څانګه په ۱۳۸۹ل. کال تاسيس سول، چي د کرهڼي پوهنځی غوره او مهمه څانګه ده چي اساسي هدف يې د كروند ګرو او مالدرانو تر منځ د كرني او مالدارۍ د ترويج او پراختيا په غرض د محصلينو علمي سطح لوړول دي. ځکه په اوسنيو شرايطو كي مسلكي كادرونه په لږ شمېر سره شتون لري، ترڅو د هيواد كرنه او مالداري هر څه ژر وده او پراختيا ومومي، چي په  ژوند كي لوړوالۍ او زياتوب رامنځته كړي.

د نوموړي ديپارتمنت غوره او اساسي هدفونه دادي:

  • د كرنيز ترويج، کرنيز اقتصاد او عمومي اقتصاد په هكله د كورسونو جوړېدل.
  • د ساينس، تكنالوژي او كرنيزو محصولاتو د توليد په هكله د محصلينو روزل.
  • د تمويل، ماركيتنګ، كرنيزي احصايې، نباتي ناروغيو او د آفتونو په برخه كي د محصلينو اشنايي.
  • كليوالي ژوند او دهغه اړوند معلومات حاصلول.
  • د كرنيزو تعليماتو او د  فارم منجمنټ په هكله كورسونه جوړېدل او د محصلينو روزل.

 

څلورم هارتيكلچر،ځنګلونه او طبعي موادو ديپارتمنټ:

د کرهڼي پوهنځی ځوان ديپارتمنټ دئ چي په ۱۳۸۶ل. کال کي د وخت د اړتيا له مخي جوړ سوې او اساسي هدف يې د قوريو او باغونو د جوړولو سيستمونه او په هغه كي د مختلفو نيالګيو او ونو روزل او استعمال دي چي د ميوو او سبو سمون ، ساتنه او د هغوی توليد يې له ځانګړتياو څخه شمېرل كيږي ترڅو  دسبو روزني او توليد په هکله يې بېلابېل کورسونه په نظري او عملي توګه محصلينو ته جوړيږي. برسيره پر دې د ګلانو روزنه او د هارتيکلچري زينيتي نباتاتو په هکله کورسونه دايريږي تر څو محصلينو ته پکښي علمي معلومات ورکړي او په عملي ساحه كي ورڅخه ګټه پورته سي. په همدې ځانګه کي د سخت زړو ميوو، پانړيژو ميوو او تل شنو پاڼو ميوو په هکله کورسونه هم د کريکولم مهمه برخه ده.

پنځم د نباتاتو د ژغورني ديپارتمنت:

د کرهڼي پوهنځی له غوره، اساسي او مهمو څانګو له جملي څخه ده، چي په ۱۳۸۵ل. کال تاسيس سوې ده. په همدې څانګه كي د نباتي ناروغيو، آفتونو او هرزه وښو د پېژندني او كنترول په هكله بېلابېل مسلكي، اقتصادي او عمومي كورسونه د تحصيل په جريان كي و محصلينو ته جوړيږي.

عمده هدفونه يې دادي:

  1. د حشره پوهني بنسټونه، د نباتي ناروغيو بنسټونه، فنجي پېژندنه، بکتريا پېژندنه او دنباتي ويروسونو پېژندل.
  2. دکرنيزو نباتاتو ناروغي او د مبارزې لاري چاري.
  3. دکرنيزو نباتاتو آفتونه او د هغوئ کنترول.
  4. د آفتونو په وړاندي د درملو ګټور استعمال.
  5. په معين وخت کي د نباتي ناروغيو او آفتونو مخنيوئ.
  6. په ګودامونو او ساتن ځايونو کي د آفتونو او مايکرواورګانيزمونو د تاوان څخه د مخنيوي لاري.