تاريخچه

تاريخچه:

    دکرهڼي پوهنځى په ١٣٦٩ل. کال کي د کندهار پوهنتون په علمي چوکاټ کي د لوړو زده كړو وزارت له خوا په رسمي توګه د كندهار په عينو لېسه كي پرانيستل سوه، چي د ١٨تنو محصلينو  او ۸ تنو مجربو استادانو  سره يې فعاليت پيل سو. اوس دکرهڼي پوهنځي د ۲۸  تنو علمي کادر لرونکو استادانو په لرلو سره د پنځو فعالو څانګو څخه هر كال  د ګران هيواد د سمسورولو او ابادولو له پاره ځوان او مسلكي فارغان ټولني ته د خدمت په موخه  وړاندي كوي چي تر اوسه پوري يې ۳۸۶ تنه محصلين په ۱۳ دورو كي فارغ كړي او ګرانو هيوادوالو ته د خدمت جوګه ګرځېدلي دي.

لېرليد:

کرهڼي پوهنځی د لوړ کمیت او کیفیت لرونکو نباتي او حیواني حاصلاتو د لاسته راوړلو په موخه مسلکي کادرونه و هیواد والو ته د اقتصادي پیاوړتیا له پاره وړاندي کوي.

 رسالت:

کرهڼي پوهنځی هڅه کوي داسي يو پرمختللی او په عصري تکنالوژي سره سمبال علمي، تدریسي او روزنیز ماحول رامنځته کړي چي څېړنیز او تحصیلي پروګرامونه يې و محصلینو او کروندګرو ته اسانتیاوي برابري کړي.

 هدف:

کرهڼي پوهنځی علمي او تدریسي فعالیتونه په دې ډول معیاري کول چي په لوړه سطحه داسي علمي کادرونه وروزي تر څو په ملي او سیمه ایزه کچه اسلام  او فرهنګ ته وفادار او د هیواد دکرهنیزي پراختیا وسیله وګرځي.