تاريخچه

تاريخچه:

کندهارپوهنتون انجنیري پوهنځی د ۱۳۷۹لمریز کال د  مېزان په میاشت کي تأسیس سول. نوموړې پوهنځی څلور فعالي تدریسي څانګي لري لکه سيول څانګه، د اوبو او چاپېریال انجنیري څانګه- انرژي څانګه او مهندسي څانګي لري

دسيول څانګي تدريسي نصاب دکنساس سټیټ پوهنتون او کابل پوهنتون انجنیري پوهنځي په ګډه همکاري ترتیب سوی او همدا ډول د اوبو او چاپېریال انجنیري څانګي تدریسي نصاب د آسيا د تکنالوژي انستیتيوت (Asian Institute of Technology) او کندهار پوهنتون په ګډه همکاري ترتیب سوی دئ.

پنځه نوي سلنه کتابونه ، تدریسي مواد ا وکورنۍ دندي په انګلیسي ژبه دي ، کندهارپوهنتون انجنیري پوهنځی تراوسه پوري ۴۸۸ تنه انجنیران ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي او ۵۳۰ تنه محصلینو ته د ۲۹ تنو رسمي او ۴ تنو افختاري استادانو لخوا تدریس کیږي.

لېرليد:

د انجنیري پوهنځی غواړي چي د هېواد په کچه مخکښه او په نړیواله کچه د ښه شهرت لرونکې پوهنځی وي، ترڅو وړ او په کار پوه انجنیران وروزي ،په ملي کچه علمي څېړني او خدمات وړاندي او د هېواد په بیا رغونه او پر مختګ کي مهم رول ولوبوي.

رسالت :

انجنیري پوهنځی هڅه کوي تر څو د محصلینو ، استادانو او کارکونکو لپاره د مسلکي او اخلاقي معیارونو په رُڼا کي د انجنيري په مختلفو څانګو کي د علمي پوهي د لاسته راوړلو ، شریکولو ، او عملي کولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړي، ترڅو د خپلي پوهي، ابتکاراتو او څېړنو په مرسته و کولای سي خپل هیواد د ژوند کولو (هستوګني) لپاره مناسب ځای وګرځوي.