علمی سفرونه

د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځی محصلينو د دهلي و بند ته علمي سفر وکړ : 

دغويي د مياشتي پر ۹ نيټه، د سه شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځی محصلينو د دهلې بند ته علمي سفر وکړ. په دې سفر کي د انجنيري پوهنځی شپږو تنو ښوونکو، سلو تنو محصلينو او يوه کيمره مين ګډون کړئ وو. 

دا سفر د کندهار پوهنتون د انجنيري  پوهنځی د سيول څانګي د رهبري هئيت له خوا ترتيب سوی وو، چي عمده هدف ئې  داوو ترڅو محصلين د کار د ساحې سره بلد سي او د سيول انجنيري په ساحه کي د نوري نړۍ د پرمختللي ټکنالوژۍ سره آشنا سي او همداراز د دهلې د بند د پروژې په اړه چي په کندهار ولايت کي د اساسي او کليدي پروژو څخه د ځان خبرول وه ترڅو ټولو محصلینو ته يو سپېڅلی احساس پيدا سي او وروسته له فراغته د خپل هېواد د آبادۍ له پاره موټي را ونغاړي ځکه افغانستان ددې له پاره چي اقتصاد ئې پر پښو و درېږي تر بل هرڅه زيات ددې ډول پروژو عملي کولو ته اړتيا لري. 

 

د دهلی د بند پروژ ه چي د بيارغوني چاري ئې د (77 Construction) کمپنۍ له خوا پرمخ بيول کېږي دوې برخي لري. 

لومړۍ برخه: د دهلې د بند څخه د پنځه پيپونو را ايستل چي له نوموړو څخه به دوه د زراعت، دوه د اوبو لګوني له پاره او پاته بل پيپ به د دهلې د منطقې د برېښنا له پاره چي نوموړی يوه پيپ ته به (80kVA) په ظرفيت يو جينراتور نصب سي او همدا راز د موجوده (Valve House) نړول او پر ځای به ئې په ۴۵۰ متره مربع مځکه کي د نوي (Valve House) جوړول شامل وي چي د پخواني (Pen Stock) څخه به (۷۶،۲) متره ليري  وي خو هيره دي نه وي چي ښار ته ددې پيپونو غزول د پروژې په لومړۍ برخه کي نه دئ شامل. 

داوبودبرج جوړول: ددې پروژېد لومړۍ برخي بل اساسي کار دادئ چي داوبوپخوانۍ برج ورغوي چي په دې رغونه کي به دلاندي  اجزاو جوړول شامل وي.

 1. دلیفټ دسیستم فعاله کول

 2.  دفولادي رسیوبدلول

 3. دبرج ددروازې جوړول

د پروژې دوهمه برخه:

ددهلي دبند اته متره لوړول چي دیاد بند په لوړیدوسره به داوبوظرفیت زیات سي خو تر اوسه ددې پروژې د دوهمي برخي پېشنهاد جوړ سوی نه دئ.

ددې علمي سفر په آخره کي پوهنيار انجنير احمد فواد احساس د کندهار پوهنتون په استازيتوب د نوموړي شرکت د همکارۍ او مېلمه پالني څخه مننه وکړه او د پروژې مسؤلينو ته ئې ډاډ ورکړ چي انجنيري پوهنځی د بشري منابعو له اړخه همکاري کولای سي. محصلين ددې ډول علمي سفر د جوړېدا څخه خوشحاله وه، او زياته ئې کړه چي دا ډول نور علمي سفرونه په را تلونکي کي جوړ کړل سي او  ترکي انجنيرانو ددې پروژې په لابراتوار کي و محصلينو ته په لاندي برخو کي ازمايښتونه تر سره کړل.

  •     Sieve analysis test
  •     Grading test
  •     Moisture content test
  •    Shear strength test

ددې علمي سفر په آخره کي پوهنيار انجنير احمد فواد احساس د کندهار پوهنتون په استازيتوب د نوموړي شرکت د همکارۍ او مېلمه پالني څخه مننه وکړه او د پروژې مسؤلينو ته ئې ډاډ ورکړ چي انجنيري پوهنځی د بشري منابعو له اړخه همکاري کولای سي.